جنرال نیکولسن: په تیره میاشت کې له۹۰۰ نه زیات افغان سرتیري وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۰) زرغون خوږیاڼی

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن نن یوې غونډې کې وویل، چې د جولای په میاشت کې د افغانستان د اردو او پولیسو له ۹۰۰ څخه زیات منسوبین د طالبانو سره په جگړه کې وژل شوي دي.

د ناټو ځواکونو یاد قومندان زیاته کړه، چې په دې شمیر سره تیره میاشت هره ورځ نږدې ۳۰ عسکر په جګړو کې وژل شوي دي.

نن د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې ددغه وزارت او د اروپايي ټولنې لخوا د پولیسو د راتلونکي په باب دوه ورځینی کنفرانس کې نیکولسن وویل، چې د افغان پولیسو په لیکو کې سالمه رهبري شتون نه لري.

جنرال نیکولسن وویل ” د نننۍ غونډې په سر کې زه هیله لرم چې د ډيرو هغو زړورو پولیسو او عسکرو یادونه وشي چې د دغه هیواد څخه د ملاتړ لپاره یې خپل ځانونه قربان کړي دي، یوازې تیره شپه د هغوی زیات شمیر وژل شوي دي. په حقیقت کې د جولای په میاشت تر ۹۰۰ زیات افغان عسکر او پولیس وژل شوي وو، چې شمیر یې د یوې لیوا منسوبینو ته نږدې دی. لازمه ده چې مونږ د هغوی قربانۍ له پامه ونه غورځوو “.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د پولیسو په مرګ ژوبله کې ۱۰ سلنه کم والی راغلی، په داسې حال کې چې د پولیسو په عملیاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې افغان سرتیري په ١٥ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جگړه بوخت دي.

په یاد کنفرانس کې اجرائيه رئيس عبدالله هم خبرې وکړې، ده وویل، چې دا د تیارې او رڼا جګړه ده:  ((متاسفانه له داسې دښمن سره مخامخ یو چې زمونږ په سوله باور نه لري، په خبرو مو باور نه لري، د مذاکراتو له لارې د قضیې حل ته باور نه لري، که همدا دریځ حاکم وي او تر هغه چې دښمن مو ملاتړی ولري، متاسفانه په افغانستان کې به ناامني دوام ولري)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button