دوی دې خپل کار کوي، مونږ به خپل کار کوو

کابل ټکی کام ۱۰وږي/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
په دې مو باید سر خلاص وي، چې ډېر داسې لغات او تعبیرونه شته، چې زمونږ اسلامي ټولنې ته د بېگانه گانو له خوا راوړل شوي، خو اوس مسلمانانو داسې خپلوي ورسره شروع کړې، چې بیخي سر پرې ماتوي او خپله دغه بل رنگي او د پردیو متابعت روشن فکري بولي، که یو بیدار مسلمان یې خپلې غلطۍ او اشتباه ته متوجه کوي، نو دا خو پرېده چې خپله اشتباه ومني. بلکې دا بیداره مسلمان کورمغز بولي او په نورو نومونو سره یې یادوي.
بین الملل، د امنیت شوری، د بشر د حقوقو اداره، د ملکونو تر ترمنځ وېش، د دې وېش سره د سرحداتو نوم، سفارت، سفیر، ډیفلومات، ډیفلوماسي، ډیفلوماسي تگلاره، ډیفلوماسي خندا او ډیفلوماسي لهجې، د ډیفلوماتانو عکسونو ته درېدل، بین المللي یونیفورم، بل او بل دا ټول پردي نومونه او اصطلاحات دي. بین الملل نړیوال کفر د اسلام د تخریب لپاره جوړ کړی، دوی غواړی اسلام په سیاسي لحاظ، چې د نظام په شکل کې وجود ولري، له منځه یوسي. په نورو بحث نه کوو، راځو بین الملل ته، په بین الملل کې فقط ۵ هیوادونو ته، چی ټول کفري دي، د ویتو حق حاصل دی، یو اسلامي ملک هم د ویتو حق نه لري، که ټول اسلامي ملکونه په یوه خبره متحد شي او د یو شي فیصله وکړي، یوازې یو کفري ملک یې فسخ کولی شي، خو د دې بر عکس، که یو کفري ملک یوه جابرانه، غاصبانه او دجالي فیصله وکړي، ټوله اسلامي نړۍ به یې منی او دا نه شي ویلی، چې دا مونږ فسخ کوو. دا اوس کوم عدالت او مساوات دي او کوم منطق دي؟ د اسلامي نړۍ ستر سیاست مدار، د اسلامي خلافت د فکر مجدد ملاصاحب مبارک په خپل قاموس کې بین الملل ته د بین الامریکا نوم ورکړی او په خپله واقعاً اسلامي لهجه یې د نړۍ استکبار پوهولی، چې ستا بین الملل، بین الملل نه دی، دا د جبر، غصب او دجالي یو ستر برج دی.
ملاصاب نړۍ په دې پوه کړه، چې اسلام له هېچا رنګ نه اخلي، خپل اللهي رنګ بشري جامعې ته عرضه کوي، اسلام د انساني ژوند په هر اړخ کې راولي او د نړۍ سره د دوی په طریقو او د دوی په خود ساخته لهجو سر نه خلاصوي، یوازې او یوازې د اسلام څخه الهام اخلي او اسلام د ژوند په هره شعبه، هر کونج او کنار کې عملي کوي، داسې څنگه کېدای شي، چې مسلمان باید لمونځ، روژه، حج، زکات او نور احکام د اسلامي چوکاټ د ننه سرته ورسوي، خو سیاست باید د کافر په فرمایش او د بین الملل په طریقه باندې تر سره کړي، دا نظریه د اسلام د تقاضا خلاف او د یو واقعي مسلمان ضمیر نشي برداشتولی، د مسلمان هر څه باید اسلامي وي، هر څه یې د اسلام تر چتر لاندې وي، هم په انفرادي لحاظ، هم په اجتماعي لحاظ او هم په سیاسي لحاظ؛ په دې ټولو کې باید مسلمان وي، داسې نه ده پکار، چې لمونځ کوم په اسلامي طریقه، روژه نیسم په اسلامي طریقه، حج کوم په اسلامي طریقه بل او بل کوم په اسلامي طریقه، خو چې خبره سیاست او قانون ته متوجه شي، نو سم دم د اسلامي طریقې څخه بهر او له ځانه تر کافر لوی کافر جوړ کړي.
گرانو لوستونکو!
د ملا صاب مبارک دغه نقطې ته پام وو او دغه خبره یې د کافر مغز ته ورسوله او کافر یې په دې خبره پوه کړ، چې زما د سیاست دا نقشه ده، زما سیاست اسلام ته تکیه دی، ستا په طریقو او لهجو نه پوهېږم، ته خپل کار کوه زه به خپل کار کوم.
هو، هغه ساده ملا چې معنویت ته یې د مادي نړۍ استکبار په گونډو شو!!
هو، هغه چې صحابه کرامو ته، ورته خپله له معنی او سوچه ګي ډکې سادګي ته یې په مادي لحاظ د پېشرفته او رنګینې نړۍ دنګ برجونه سلامي شول.
هو، هغه چې په خپله خړه پړه حجره یې د نړۍ د استکبار سپینې ماڼۍ ته ټکان ورکړ.
هو، هغه چې خپله سادگي او ملنگي یې د پر مختللې نړۍ په قاموس کې داخله او نړۍ یې په خپلو ساده خبرو پوه کړه، خو د دوی له نمایشي رنګینتوب څخه یې رنګ وانخیست او تش په نام بشري پېشرفت ته یې د دجالي حقیقي ارتجاع نوم ورکړ او خپله خړه پړه حجره یې”صفې” او خړه پړه طالبي یې “اصحاب صفه” وو ته عملاً منسوب کړه او د خلافت مجدد، ستر اسلامي سیاست مدار، خپلې ساده او ملنګې خړې حجرې ته سپینه ماڼۍ په ګونډو کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button