(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې نن سهار وختي د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مرکز باندې د موټر بم په وسیله سرتیر برید شوی.
خبر زیاتوي، چې د موټر بم له برید وروسته د ولسوالۍ په مرکز او ټولو امنیتي تاسیساتو باندې له څلورو خواوو څخه تعرضي عملیات پیل شوي او سخته جګړه روانه ده.
ویل کیږي چې د ولسوالۍ د ودانۍ زیاته برخه نړیدلې ده، دوی د لسګونو عسکرو د وژلو او ټپي کیدلو خبر هم ورکوي او وايي، چې تعرض کوونکي طالبان د ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي او لاس په لاس جګړه روانه ده.


















