د ملا محمدرسول د۲۲ولایتونوفرهنګي مرستیال مولوي محمدي خان نیازي له دغه ډلې نه برائت اعلان کړی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

مولوي محمدي خان نیازی وايي، چې دی د ملا رسول د ګوند د عالي شوری غړی او د فرهنګي کمیټی د۲۲ ولایتونو مرستیال په توګه دنده تر سره کوله، دی وايي چې دوی د مسلمانانو په قتل اوقتال باندې صرفه نه کوله او د سیمي د استخباراتو سره یې پټې معاملې کولې، دی وايي چې زه له دغې ډلې څخه خپل برائت اعلانوم.

محمدي خان نیازي په خپل برائت پاڼه کې ویلي، چې د ملامحمد رسول ډلې د مسلمانانو په قتل لاس پورې کړی و((دوی مغرض او معامله ګر وو)).

نیازی وايي، چې د محمد رسول ډلې له داخلي او خارجي استخباراتو سره لکه ملي امنیت، راء، ایران، سي آی ای او داسې نورو سره پټې معاملې کولې، دی وايي د بیلګې په توګه (( د شاولي خان په میلمستون قندهار کې او په کابل کې د استخباراتو سره ناستې ترسره شوې، چې ددې اشخاصو د جملې نه یو یې عبدالمنان نیازی و، چې دی په اصل کې د هرات ولایت اوسیدونکی دی او په خټه اچکزی دی یعنی په اصل نیازی هم نه دی)).

محمدي خان نیازی وايي، چې ددې پورتني وجوهاتو په اساس باندې زه په خپله د الله تعالی په وړاندې ددې جماعت نه برائت اعلانوم او همدارنګه ټولو مسلمانانو ته هم دا غږ رسوم چې ددې ډلې د شومو اغراضو نه ځان وساتئ.

ده په بیزار پاڼه کې ویلي، نو بناءَ ټولو مسلمانانو ته بیا دا په تاکید سره رسول غواړم، چې د منان نیازي او دده امثالو تر قیادت لاندې کار کول دنیوي او اخروي مسوولیت دی او ددې نه باید ځانونه وساتئ.

دده برائت پاڼه هم کتلای شۍ:

نیازی خط

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button