کابل: د اردو په رینجر موټر ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۹) زرغون خوږیاڼی

نن سهار د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې سره نږدې د ملي اردو په رینجر موټر ماین چاودنه شوې ده.

په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي چې په چاودنه کې د اردو ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه ډیره زوروره وه او د ښار تر لرې واټونو یې اواز اوریدل شوی دی، ګومان کیږي چې چاودنه د چسپکي ماین په واسطه رامنځته شوي وي.

تر اوسه پورې د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه د چاودنې مسوولیت چا منلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button