د یوه ۱۹ کلن بندي کیسه:
لیکوال: حبیب الله خاکسار
د اختر په راتلو راته دیوکم عمره ۱۹ کلن بندي کیسه ریاد شوه ۱۳۹۰/۲کال دویمه میاشت وه، د ملي امنیت په (۷) ریاست کی می د بند شپې صبا کولې، میاشت وروسته له جزایي خونې څخه نیمه جزایي خونې ته تبدیل شوم، سخت خوشال وم ځکه چې دا ځای د پخواني په پرتله بیخي پراخه و، تقریبآ د ۲۲ نفرو استوګنځای و، د ورځې په تیریدو له ټولو ملګرو سره اشنا شوم، په ټوله خونه کې زما هم عمره، یواځینی کس چې و، اغه فیض الرحمان نومې یو خوستی ځوان و.
فیض الرحمن دپاک قران حافظ واو ترڅنګ یې نورې دیني زدکړې هم کړي وې، دخپلې سیمې دیوه مخور سپین ږیرې عالم مشر زوی و.
حافظ صیب به تل تلاوت کاوه، د ورځې نیمایي برخه یې دقرانکریم تلاوت ته ځانګړي کړي وه، ګورم چې یوه ورځ د تلاوت پرمهال د حافظ صیب له سترګو غوټۍ غوټۍ اوښکې روانې دي او په اننګو یې ګریوان ته لاندې لارې جوړې کړي دي، حافظ صیب سلګو پسې واخیست، نوریې هم وژړل خو زړه یې تش نه شو، بلاخره اندیښنه مې شوه، ژړا یې په ماهم اثر وکړ، غلی یې خواته ورنیږدې شوم، په نرمه، خو خندا ته ورته لهجه مې ورته وویل:
حافظ صیب! ولې؟
خیر وکې، لکه چې خفګان درباندې زور راوړی، پوهیږم، یو ځوان باید ضرور له خپل ماحول، کور او کلي په جدایي او زندان ته پرتګ دخفګان اظهار وکړي، ولې چې انسان دی، خو دا هم باید له یاده ونه باسې چې هرې سختی پسې دوې اسانتیاوې دي، ایا ته نه ګورې چې زه هم ستا په څیر بندي یم؟
سره له دې چې عمرونو کې له یوه بل سره ورته والی لرو؟!!
صبر او تحمل پکار دی، مونږ باید ډیرڅه وزغمو….!!
حافظ صیب ښه په غور غوږ راته ایښی و، نه پوهیږم غږیدا مې اغیز پرې کړی و، که په څه سوچونو کې ډوب و، بلاخره سر یې راپورته کړ، اوږده ساه یې واخیسته ویې ویل:
خاکسارجانه! خیریوسې ښکلي خبرې مو وکړې، له ډاډګیرنې مو نړۍ مننه، اصلا زما د ژړا او خفګان لامل دا ندی چې زه تنګ یم او یا بې زړه او مایوسه غوندې یم، هسې شیطان دښمن دی، دتلاوت په منځ کې یې وسوسې راواچولې آن مور او پلار او کورنی ته یې په سوچونو کې بوتلم.
دلته حافظ صیب لږ غلی غوندې شو، یوه بله ساه یې هم واخیسته زیاته یې کړه:
یره … حبیب الله جانه! که ووایم هغه ظلم چې زما سره د موراوپلارپروړاندی دخپلووطندارانو لخوا شوی دی بیخي د تحمل وړ نه دی، دمازدیګر وخت وو، دجمعی مبارکه شپه وه، له مدرسې د کور پرلور روان شوم، کورته پرتګ مې مورکۍ بیخي زیاته خوشاله شوه، په تندي یې ښکل کړم، غیږ کې یې ټینګ ونیولم، خیرن کالی یی راڅخه واخیستل په منډه یی خورته غږ کړچی دشیدوچای دی ورور ته دم کړه!
خورکۍ مې چای راوړو، ښه په مینه مې وڅښه، وخت تیر شو، مور مې راته کړل چې زویه نن به درته ښې په میو ګڼې وریجې پخې کړم، مور مې پوهیده چې ماته مې دمیو وریجې سخت خوند راکوي، ماهم انکار ونکړ ځکه چې میلمه وم سات مې ونه غوښت، مور مې دیګی پرې باندې کړ، ماښام ناوخته مې پلارجان هم راغی په مینه یې ستړي مشي راسره وکړل، مدرسه کې د وختیري، مسافری او درسونو په اړه یې پوښتنې رانه وکړې، ماهم ډاډ ورکړ چې الحمدلله ښه پرمخ روان یم پلار مې شکر وویست ول زویه ډیر کوشش به کوې، ډوډۍ تیاره شوه، ټولې کورنۍ مو یوځای، ښه په مینه ډوډۍ وخوړه، شپه داسې مینه ناکه وه چې د بجلي پړک په څیر راباندې تیره شوه، یواځې یو څو ساعته خوب مو وکړ، پلارجان دسهار لمانځه لپاره غږ راباندې وکړ، نیغ پورته شوم، خوب مې پوره نه و، ما وې له چای وروسته به لږ سترګه پټه کړم، جومات ته لاړو،لمونځ مې دپلارجان په امامت ادا کړ، له لمانځه وروسته مې مورته کړل چې مورې! شپه مو ترډیره، خورګانو سره په ناسته او ګپ شپ تیره کړه دشپې مې چې څه خوړلي، ولاکه زره مې هم په نس کې پاتې شوي وي،هرڅه تس نس شول، بیګانی وریجې راته غوړیو کې له چای سره راواخله !
ول مور دې درځار شي، تازه کوچ مې درته ساتلي امدا اوس به یې درته تیار کړم.
کوټې ته لاړم، دسهار شاوخوا شپږ بجې دي، مورمې په چای او وریجو لګیا ده چې یو دم شور او زوږ مې تر غوږ شو، په زوره زوره دروازه ووهل شوه، زه په منډه برنډې ته پورته شوم څه ګورم چې ټول کلی محاصره دی، ټولو خړې او برګې دریشۍ اغوستي، غږ شو چې تلاشي کوو، دراوزه خلاصه کړئ، یوخوا بلخوا ونه خوځیږئ!!!
زه وارخطا شوم، یوه شیبه مې پښې ځای پرځای میخ شوې خو حوصله مې له لاسه ورنکړه، لاندې راښکته شوم، غوښتل مې دروازې په لورې ورشم، خو مور مې له لستوڼي راکش کړم، ول خدای ته وګوره!
ظالمان به دې رانه شهید کړي، ما مور ته ډاډګیرنه ورکوله چې مه وارخطا کیږه! هیڅ خبره نشته! زه هم حیران وم ځکه زمونږ په خوا وشا کې معمولآ چاپې دشپې لخوا او یا دشپې په وروستنۍ برخه کې اچول کیږي خو دا وار په شنه سهار ضربتي قواو غوغا جوړه کړي وه، په ټول کلي چوپتیا خوره وه، چا رپ نشو وهلی، څوک نه پوهیدل چې دچا په کور ماتم دی خو اوس پدې پوه شوی وم چې دوی زمونږ کور ته ارادې ښې نه وې.
مور مې دروازه خلاصه کړه، یو دم ډله عسکر په دروازه رادننه شول، لومړی یې زما په لورې حرکت راوکړ، لاسونو ته یې زولنې راواچولې، ورپسې یې زما واړه وروڼه هم زولنه کړل، مامې مخکې له دې په خورګانو غږ کړی و چې ټولې کوټې ته دننه شئ، عسکر په تلاشی لګیا و زه نه پوهیدم چې دوی څه شی لټول او ولې یې دومره ځنډ وویست خو په دې پوره باوري وم چې سوری اوسپنه هم زما په کور کې نشته، دمور خبرې مې اوریدې چې ویل یې تاسو څه غواړئ زمونږ په کور کې خو هیڅ ام نشته، ولې مو عذابوئ!!!
دوی ویل چې صرف تلاشي اخلو نور هیڅ نشته تاسو مه ویریږئ.
تلاشي واخیستل شوه خو هیڅ په لاس ورنغلل بلاخره زه یې ورسره په پټو سترګو روان کړم.
مور مې په لوړ او سوي غږ ویل چې خدای ته وګوری زوی مې چیرته بیایئ دا خو بې ګناه دی؟
دوی ویل چې صرف ترې تحقیق کوو نور یې بیرته راپریږدو خو مور مې مې نه صبریده، په عسکرو پورې ونښته، خو دوی په بیړه له ځانه ټیل وهله، تر دراوزې یې داخبره کوله چې خیر دی، عسکره زویه! بویې ځئ خو یوه پیاله چای دې وڅښي وریجې مې غوړیو کې ورته تیارې کړي، زړه کې مې ورته ښخیږي، اې مه کوئ خدای ته وګورئ ….
مور مې چې ښه ناهیلي شوه نو ویې ویل چې اخیر یخني ده جمپر او بوټان خو دې په پښو کړي؟
عسکرو یې خبره ونه وریده په تلو تلو کې مې د مور غږ ورک شو.
حافظ صیب نور څه ونه ویلی شول سلګو پسې واخیست ماهم اغه اوښکې جې په وچ زور سترګو کې تم کړې وې تر ډیره ونه ساتلی شوې بې اختیاره مې په ګریوان راتوی شوې.
حافظ صیب د مور په لاس دتیار شویو خوړو ارمان له ځانه سره زندان ته یوړ، له نهو میاشتو وروسته یې مورته پوره دوه کاله دحافظ زوی په نه شتون کې د هر سهار چای له یوه کاله کم نه و.
په اخیر کې وایم چې: خپل بندیان وروڼه په خپلو نیکو دعاوو کې یاد ساتئ!


















