طالبانو د اختر په مناسبت ۱۰۶ تنه بنديان خوشې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۲) الماس خدرخېل
طالبانو يوه اعلاميه خپره کړې ، چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رارسېدلې پکې ويلي دي، چې د دوی مشر د اختر په مناسبت د يو فرمان له مخې ۱۰۶ تنه بنديان خوشې کړي دي.
په خبرپانه کې راغلي، چې ياد بنديان يې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه خوشې کړي، چې د طالبانو په زندانونو کې بنديان و.
طالبان د افغانستان په ډېری ولايتونو کې زياتې سيمې تر خپل کنټرول لاندې لري، چې وخت ناوخت پکې د دولت اړوند امنيتي ځواکونه او کارمندان له نيولو وروسته په يادو سيمو کې ساتي.
طالبانو ويلي دي، چې ياد ۱۰۶ تنه بنديان يې د طالب مشر مولوي هیبة الله اخندزاده په خاص فرمان او د دعوت ارشاد، جلب وجذب کميسون په هڅو او همکارۍ خوشې کړي دي.
دوی وايي، چې خوشې شوو بنديانو ورسره دا ژمنه کړې، چې نور به د دولتي ځواکونو ليکو ته نه ورځي او هيڅ قسم همکاري به ورسره نه کوي.
طالبانو ډېری وخت د قومي مشرانو او سپينګيرو په منځګړتوب او ضمانت دولتي کارمندان ژوندي خوشي کړي.
د يادونې ده، چې امريکايي ځواکونو په دې وروستيو کې په هلمند ولايت کې د طالب وسلوالو يوه بنديخانه بمبارد کړه، چې د څلورو طالبانو په ګډون پکې لسګونه دولتي عسکر ووژل شول.
دا لوموړی ځل دی چې د طالب مشر د اختر د فرمان له مخې په زياته کچه بنديان خوشې کېږي.



