د بې حجابه ښځې خاوند

عزیر اسدخیل
یو ځوان په ډیرې آرامۍ او ښه خوی سره یو شخص ته ورغی چې خپله بي حجابه میرمن یې ورسره وه، ورته یې وویل: آیا کولای شم چې زه ستا میرمنې ته یو څو لحظي وګورم او خوند او لذت ترې واخلم.
د بې حجابه میرمنې خاوند چې د داسې کوم څه اوریدو طمعه او توقع یې نه درلوده، زښت زیات په غصه او عصباني شو. په داسې حال کې چې د غاړي رګونه یې د باندې راوتلي وو په ډیرې بې رحمۍ سره یې د ټولو خلکو په وړاندې د ځوان ګریوان ته لاس واچاوه او ورته یي وویل:
بې غیرته سړیه! خپل ناموس نه لري؟ شرمیږي نه؟!…
ځوان بغیر له دې چې د نوموړي شخص د حرکاتو او غصي څخه په درد شي یو ځل بیا په ډیر ادب سره وویل:
ډیره بخښه غواړم، ما دا فکر نه کولو چې ته دې دومره په قهر او غیرت کې راشې. ما دا فکر کاوه چې ټول خلک ستا بې حجابه میرمني ته بې اجازې ګوري او لذت اخلي، نو ما ویل زه به اجازه واخلم څو د ټولو په څیر بې اجازې ستا بې حجابه ښځې ته په کتلو کې مې نامردي نه وي کړی. اوس تاسو زما ګریوان خوشې کړې تراجازې اخیستلو تیر یم، د بي حجابه میرمنې خاوند ډیر و شرمیدو او د ځوان ګریوان یې لا هم په لاس کې نیولی وو او خپلې میرمنې ته یي په ټیټو سترګو وکتل:
هیڅکله دا له یاده مه باسئ! د غیرمتندو خاوندانو ښځې په ستر او حجاب کې وي او د خپلو ښځو څخه پرته د نورو ښځو ته نه ګوري.
له یاده مه باسئ! ښځه که چیرې سمه ښځه وي او د یوې ښې او درستی کورنۍ اړوند وي، هیڅکله به دا موقع مساعده نکړي چې ددې په خاطر دي یي پر خاوند انتقاد وشي.
نو د خپلې ښځې لپاره بهترین او غیرتي خاوند و اوسه، او د خاوند لپاره بهترینه او غیرتمنده میرمنه و اوسه.



