ولسمشر غني وايي، د سولې په لار کې هېڅ ډول خنډ ورته د منلو نه دی

کابل ټکی کام ۲۲وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د لوی اختر لمونځ اداء کړ او له لمانځه وروسته یې د یوې وینا په ترڅ کې وویل، چې د سولې په لار کې ورته هېڅ ډول خنډ د منلو وړ نه دی.
ولسمشر غني له سولې عالي شورا او د حزب اسلامي له مرکچیانو څخه مننه وکړه، چې د سولې په لار کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
غني هیله څرګنده کړه، چې د حکمتیار سره به د سولې هوکړه ژر نهایي شي.
«د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې پر وړاندې هېڅ داسې خنډ چې دلیل و نه لري نه شم منلی.».
تمه کېده، چې د حکمتیار او دولت ترمنځ د سولې تړون به د اختر څخه مخکې لاسلیک شي، خو د سولې عالي شورا وايي، چې د اختر د رخصتیو په شمول د یو شمېر تخنیکي ستونزو له کبله د هوکړه لیک لاسلیک ځنډېدلی دی.
د یادولو ده، څه موده وړاندې د حکمتیار له سولې سره یو شمېر حکومتي چارواکي خلاف وو، خو ویل کیږي، چې اوس هغه ستونزې له منځه تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button