انوارالحق: د حکمتيار سولې ته په اشارې سره ويلي، چې د غولوونکي سراب په لوري ولاړ نه شئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۲) الماس خدرخېل
د هيواد د جهادي او علمي شخصيت مرحوم مولوي خالص بابا ځوی او ځای ناستي مولوي انوارالحق مجاهد د اختريز پغام په پيل کې ټولو هيوادوالو ته د اختر مبارکي ورکړې او ويلي يې دي، چې په هيواد کې د کفارو په مقابله کې جنګېدونکې ډلې دې په خپلو منځو کې د اشداء علي الكفار رحماء بينهم په حكم سره د نزديوالي او نرمښت او د دښمن سره دسختۍ او لريوالي لاره اختيار كړي.
مجاهد په خپل پيغام کې د حزب اسلامي حکمتيار د سولې مذاکراتو ته په اشارې سره ويلي، چې: د هلكتوب او ځوانۍ توره ږيره يې په اسلامي مبارزه كې سپينه كړه او د ډالرو په باران كې يې د فقر او غربت له خپلو اولادونو او قريبانو لرې خو د جهادي موقف سپيڅلی ژوند اختيار كړ د زړه له مينې او درده وايم چې دغولوونكي سراب په لوري ولاړ نه شئ.
انوارالحق مجاهد حکمتيارصيب ته د توصيې په شکل وايي ((چې افغانستان د تركيې ،مصر ،الجزاير او سوډان سره ډير توپير لري ستاسې هغه هيله چې ستاسې د قربانيو ثمره بلل كيږي په دې موجوده نظام كې د سياست له لارې لاس ته نه درځي ډيرې ستړياوې مو وگاللي لږ نور هم تم شئ هلته ستاسې مسنونه صورت جهادي سيرت او سپيڅلې عقيده ارزښت نه لري))
هغه د پيغام په اخره کې د حکمتيار حرکت او حيثيت ته په اشارې سره ويلي دي، چې كمونستان، غربيان او د هغوي غلام صفته رقيبان به مو د هر مثبت حركت مخه ډپ كړي او پرته له دې چې گټلی تاريخ او حيثيت مو داغجن شي كومه مثبته پايله به په لاس در نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي حکمتيار او د ګډ حکومت تر منځ د تېرو څو مياشتو راهيسې د سولې او مذاکراتو غولوونکې ډرامه روانه ده. چې په همدې سلسله کې دوه ورځې مخکې د حکمتيار ځوی حبيب الرحمن حکمتيار هم په خپله فسبوک پاڼه ليکلي و، چې د اختر له رارسېدو وړاندې به د حکومت او حزب تر منځ پيل شوي مذاکراتو موافقه لاسليک شي، خو دا دی د اختر لومړۍ ورځې په تېرېدو سره کومه مثبته نتيجه نه لري.
د يادونې ده، چې مولوي انوارالحق مجاهد په دې وروستيو کې د طالب مشر مولوي هيبة الله اخندزاده سره خپل بيعت اعلان کړ.



