هند له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

کابل ټکی کام ۲۵وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

نن چهارشنبه ولسمشر غني د هند پلازمینې ډیلي ته ورسېدو او هلته یې له هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي سره وکتل، هغه ورسره د یو میلیارد ډالرو ژمنه وکړه.

خبرونه وايي، چې دواړو مشرانو «ترهګري» د سیمې، سولې او ټېکاو په وړاندې ستره ستونزه بللې ده.

مودي له ولسمشر سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر ژمنې ټینګار وکړ او د افغانستان د پراختیا او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره یې ورسره یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.

په دغه لیدنه کې له نوم پرته یو هېواد یاد شوی دی، چې «د هند او افغانستان د په نښه کولو لپاره هغه د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د هغوی حمایت کوي او هغوی ته ځایونه ورکوي.»

 دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې ټینګار وکړ.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د اقتصاد او مالیې وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ملګرتیا کړې ده.

د یادولو ده، د ولسمشر دغه سفر (سوروپ) د هند او افغانستان ترمنځ ښه او مخ پر ودې دوستي بللې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button