کندهار: طالبانو د امریکايي عسکرو ټانګ د ماین په مټ له منځه وړی

کابل ټکی کام ۲۵وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندهار ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې طالبانو د امریکایي عسکرو پر ټانګ ماین چاودنه کړې او په بشپړه توګه یې له منځه وړی دی.
خبرونه وایي، دغه چاودنه نن سهار ۹:۰۰ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند په مټمالي سیمه کې هوايي اډې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې چاودنه د دوی د جنګیالیو له خوا د یوه ځای پر ځای شوي ماین په مټ شوې ده.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې د دغې چاودنې له امله د امریکایي عسکرو ټانګ په بشپړه توګه وېجاړ شوی او ټولو سپارو امریکایي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
خبر وایي، د پېښې له ځای څخه مړه او ټپیان امریکایي عسکر د امبولانس چورلکو په مټ ولېږدول شول.



