امريکا له اسرائيلو سره د لسو راتلونکو کلونو لپاره، د ۳۸ ملياردو ډالرو د مرستې پريکړه وکړه

ډاکترآصف

امریکا د اسلامي نړۍ سره د عناد او دښمني پاللو په موخه اسرائیلو ته باج ورکوي

امريکا له اسرائيلو سره د لسو کلونو لپاره، د ۳۸ ملياردو ډالرو د مرستې پريکړه وکړه، دا پریکړه په گوته کوي چې امريکا له اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه د منځني ختيځ له هيوادونو سره دښمني په څومره ستره بيه پیري؟ ؛ د دې مرستې له مخې به امريکا هر کال د نورو کلنيو ضمني مرستو په گډون دري نيم مليارده ډالر اسرائيلو ته ورکوي او پدې ترتيب به خپل ولس د اسرائيلو لپاره په جزیه یا ټکس ورکولو مکلف ګرځوي .
کاشکې په امريکايې ولس کې په دې اړه شعور  راولاړ شي چې دوی به تر څو د اسلامي امت سره په بې ځایه دښمني کولو سره خپله نااعلان شوې جگړه اسرائيلو ته په باج او قلنګ ورکولو سره پر مخ بیايي او خپل اولادونه، مالونه، هیوادونه او نور د مسلمانانو سره په دښمنۍ کولوسر په ستر خطر کې غورځوي !!

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button