پېښور پوهنتون غیر قانوني افغان محصلینو ته د فراغت سند نه ورکوي

کابل ټکی کام ۲۵وږي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پېښور پوهنتون څخه فارغ شوي افغان محصلینو رسنیو ته ویلي دي، چې پاکستاني چارواکي دوی ته د فراغت سند نه ورکوي.
دوی وایي:
«مونږ له ډېرې مودې راهیسې د سند اخیستو په تمه یو، خو پاکستاني چارواکي یې نه راکوي.»
په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکو ویلي دي، چې د دغې ستونزې د حل کولو هلې ځلې یې روانې کړي دي.
له بلې خوا څخه د پېښور پوهنتون یوه لوړپوړي چارواکي (ډاکټر حزب الله) رسنیو ته وویل:
«پېښور پوهنتون هغو افغان محصلینو ته سند نه ورکوي، چې د کډوالۍ کارت، افغان پاسپورټ او وېزه نه لري.»
د یادولو ده، ویل کیږي، کله چې دغو افغان محصلینو په پېښور پوهنتون کې زدکړې پیلولې، هېڅ کوم کارډ ترې نه وو غوښتل شوی، خو د افغانستان او پاکستان د وروستیو اړیکو د ترینګلتیا څخه وروسته، په پوهنتونونو کې هم له افغان محصلینو سره بد چلند کیږي.



