کندوز: د چاپو پر مهال ۱۱ تنه امريکايي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل

تېره شپه د کندوز ولايت چاردرې ولسوالۍ اړوند سرک بالا د زاخېلو په سيمه کې امريکايي او افغان کمانډو ځواکونو د عامو اولسي خلکو په کورونو د تالاشۍ په موخه چاپه کړې.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د چاپې پر مهال امريکايي او کمانډو ځواکونو د خلکو کورونه تالاشي کړي او ډيری خلک يې وهلي ډبولي هم دي، دوی وايي چې  ورغلو عسکرو ورته ډېری مالي تاوانونه رسولي او د کورونو شتمنۍ يې لوټلي دي.

بل پلو طالبانو په يو خبر کې ويلي، چې په ياده سيمه کې يې د چاپې پر مهال په ګډو ځواکونو د ماينونو چاودنې کړي او د ۳ تنو امريکايي عسکرو په ګډون يې ۲ تنه افغان کمانډو عسکر هم وژلي او ۵ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

دوی زياتوي، چې  د وژل شوو عسکرو د جسدونو اندامونه يې په شاوخوا سيمه کې پراته دي.

طالبانو په يو بل خبر کې ويلي دي، چې د همدې ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ ملاقلي سيمه کې هم ګډو ځواکونو چاپه کړې، چې پر مهال يې د دوی وسلوالو په ګډو ځواکونو د ماين چاودنې کړي، چې پکې د مشهور قومندان تورن نقيب د وژلو تر څنګ د يو شمېر ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې وراړولو دعوه کوي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، چې د امريکايي او افغان ځواکونو په دې شپنۍ چاپو کې يې ۱۱ تنه کليوال له ځان سره وړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button