وروسته له مرګه یې هم اجوره در کول کېږي

مصلح الدين راسخ
عالم نه یم ملا هم نه یم د علماو سره مینه لرم او په خپل دغه عادت له الله تعالی راضي یم.
د مشوری په بنا یی اخلۍ او که د یادونی په بنا، زیات وخت یو انسان فکر کې لري یو عمل اجرا کړي خو له یاده یی وتلی وي، که مو خوا بدیدله نو د یاداښت په معنا یې رانه واخلئ، چی ګوندې تاسې هم دغه عمل په نظر کې لرۍ، خو له یاده مو وتلی دی.
د (فکري پوهنه) لیکوال مولوي عبد الهادي مجاهد وایي، چې په ټول هېواد کې تقریباً دوه لکه کلي لرو او په هر کلي کې یو ملا امام خامخا لرو.
که دغه ملا صاحب په کال کې یو کتاب هم ولیکي نو دوه لکه کتابونه به مو په یو کال کې لیکلي وي، چې دا د ټولنې لپاره ستر خدمت دی.
زمونږ علماء هر یو د خپل تدریس د شاګردانو په زیاتولو او د دې لپاره چې خلکو کې مشهور شي بس د تقریرونو نوي نوي اندازونه پیدا کوي.
د دوی له وفات وروسته د دوی علم هم ورسره دفن کېږي او هغه مسؤلیت، چی دوی ته ورکړل شوی چی د علم رسول نورو ته دي پکی پاتی راغلي.
راځئ ټولنې ته خدمت وکړئ، په زان تکلیف تېر کړئ او د راتلونکي د روښانتیا لپاره کار وکړۍ. له یوه پلوه به مو د الله تعالی حکم پر ځای کړی وي، چې نورو ته د علم رسول دي او له بل پلوه به د رسول الله د هغه حدیث مصداق ګرځېدلي یاست چی د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[3]
کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کېږي بغير له دريو څيزونو : صدقه جاريه يا داسې علم چې له هغه څخه د خېر استفاده کېږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار لپاره دعاء کوي. وروسته له مرګه یې هم اجوره در کول کېږي، چې د دې درېوو له جملې څخه يې یو هغه علم دی، چې نور ترې فایده واخلي.
اوس دغه فایده به راتلونکي نسل څنګه اخلي هغه یواځینۍ لاره د سپینو پاڼو تورول دي .



