بغلان: د حزب اسلامي پخوانی قوندان وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل
د حزب اسلامي يو پخوانی قومندان د خپلې کورنۍ له غړو سره په يو بريد کې وژل شوی.
د بغلان ولايت، مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال محب الله رسنيو ته ويلي، چې بريد پرون د چوکه په کلي کې شوی دي.
امنيه قومندان پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د حزب اسلامي قومندان د خپلې کورنۍ له درېيوو غړو سره د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی دی.
د نوموړي په وينا په ياد بريد کې يو تن ټپي شوی او د قومندان ثمر، د هغه ځوی او د کورنۍ دوه نورو غړو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سمونوال محب الله د بريد پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو تر دې دمه وسلوالو طالبانو د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يې هم د بريد مسؤليت منلی.



