سيګار: امريکا په افغانستان کې فساد زيات کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی) الماس خدرخېل 

د ګډ حکومت له پيل نه تر دې دمه د هېواد په ګوټ، ګوټ کې په دولتي ادارو کې فساد ورځ تر بلې زياتېږي.

که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوره د ادارې فساد له امله افغانستان د مفسدو هېوادونو په سر کې ودراوه، خو ګڼ سوداګر او په دولت کې د قضيو پر مخ وړونکي وايي چې د ملي وحدت په نامه جوړه شوې اداره تر پخوانۍ هغې دوه برابره مفسده ده.

د امريکا حکومت په لسګونو مليارد ډالره د فاسد سستم له لارې افغانستان ته راولېږل، چې له کبله يې په دغه هېواد کې فساد اوج ته رسېدلی دی.

د افغانستان پر بيا رغونه د څار امريکايي اداره (سيګار) وايي، چې په دغه هېواد کې د اداري فساد د پراختيا لامل د امريکا بې غوري او د سم څار نشتوالی و.

سيګار په خپل نوي رپوټ کې ويلي، چې امريکا افغانستان ته په تېرو پنځلس کلونو کې لسګونه مليارده ډالر استولي چې دا پيسې د اداري فساد له لارې د تاوتريخوالي د زياتولو لامل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي، چې امريکا په افغانستان کې له بدنامو ځواکمنو کسانو سره ملګرتيا وکړه او هغوی ته يې قراردادونه ورکړل چې هغوی هماغسې معاف پاتې شول او فساد ته يې لاره اواره کړه.

%d8%b8%d8%b8-1

اشرف غني په روان کال کې په لندن کې د فساد په وړاندې نړيوالې سرمشريزه کې د ګډون پر مهال وويل: چې افغانستان د فساد پر وړاندې د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لري.

په همدې کال کې د برطانيې لومړي وزير ويلي و، چې افغانستان او نايجريا ډېر فاسد هېوادونه دي.

د سيګار د رپوټ له مخې امريکا د فساد د زياتوالي لپاره د فساد د ترلاسه شوو پيسو اورپکۍ ته وده ورکړې او د قانون د پلي کېدو مخ يې ډپ کړې.

په رپوټ کې ويل شوي، چې خلک د دې لپاره طالبانو ته مخه کوي، چې په دولت او اداره کې فساد زيات شوی، خلک تنګ شوي او خلک د فساد نه د تېښتې په موخه غواړي چې د طالبانو ليکو ته ورشي.

په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې

دوی وايي، چې امريکايي قراردادونو د کمزوري څار له امله د افغانستان بيا رغونې ته په ميلونونو ډالره بېلې شوې پيسې هسې ضايع شوي او د افغانستان په بيا رغونه کې نه دي لږېدلي.

%d9%81%d8%b3%d8%a7%d8%af

کارپوهان وايي، افغان دولت هم دومره له فساده ډکو ګروپونو په خپلو منګولو کې نيولی چې  له منځه وړل يې داسې دي لکه د دولت ډېرې مهمې پايې چې ړنګې کړې.

سیګار په خپل رپوټ کې اشاره کوي چې د امریکا د متحده ایالتونو د تګلارو یوه برخه د افغان چارواکو په مفسدولو لګیا وه.

د افغانستان پر بیا رغونې د څار امریکايي ادارې رپوټ په ښکاره هغه مسلې راسپړلې چې له کلونو راهیسې افغانان ترې سر ټکوي او رسنۍ یې وخت نا وخته راسپړي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي، د افغانستان اوسنۍ ستونزې چې فساد، بي ثباتي، د وسله والو او قدرت کې ښکېلو ډلو ناقانونه کړنې دي، دا ټول له یوه بل سره داسې تړلي چې له منځه وړل یې ټول نظام ګواښولی شي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button