افغان کرکټ لوبډلې دوه هندي لوبډلې ماتې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل

ويل کېږي  افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش سره د سياليو د ترسره کولو په موخه په هند کې په تمريناتو بوخته ده.

افغان ملي لوبډلې په هند کې دوه تمريناتي سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې د هند بحري ځواک او ماډرن کلپ لوبډلو ته ماتې ورکړه.

لومړۍ سيالي چې د ماډرن کلپ سره وه، ټاس يې افغان لوبډلې وګاټه او ټاکلو ۴۰ اورونو کې يې ۳۲۶ منډې جوړې کړې، چې د توپوهنې وار ماډرن کلپ لوبډلې ته ورسېد د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي يې په ۲۳۰ منډو کې وسوزېدل او سيالي ترې افغان لوبډلې وګټله.

په ياده لوبه کې افغان لوبغاړي جاويد احمدي ۶۴ حشمت الله او ناصر جمال ۵۰ منډې جوړې کړي.

د افغان لوبډلې دوهمه سيالي د هند د بحري ځواک د کرکټ لوبډلې سره وه، چې ټاس بحري ځواک لوبډلې وګاټه او ۲۳۵ منډو هدف يې افغان لوبډلې ته کېښود.

ياد هدف افغان لوبډلې په ۴۳م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او سيالي يې وګټله.

همدارنګه په دغو سيالو کې تر ټولو ډېرې منډې محمد نبي ۷۷ منډې او نجيب الله ځدران ۶۶ منډې جوړې کړې.

د يادونې ده، چې افغان لوبډله به په ۱۶مه، ۱۸مه او ۲۰ نېټه د بحري ځواکونو او يو پي له لوبډلو سره درې نورې تمريناتي سيالۍ هم ترسره کړي.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button