سبا ته به سپوږمۍ تندر نیسي

 ( کابل ټکی کام ۲۵ سنبله ۱۳۹۵)

سبا د جمعې په ورځ به د سپوږمۍ تندر نیول خسو ف  (Penumbral Eclipse) ننداره کړئ، چې دا به په دې کال کې وروستنی تندر نیول (خسوف) وي.

د ناسا اداره وايې چې په دې ډول تندر نیونه (خسوف) کې سپوږمۍ د ځمکې د سیورې په نرۍ بهرنۍ برخه کې تیریږي، په دې معنی چی خسوف به د مکمل خسوف په شان پوره څرګند نه وي، ځکه چې د سپوږمۍ رڼا به د تت په څیر کمزوری وي، نو ځکه سپوږمۍ ته په کتلو کې ښه تمرکز او فوکس وکړئ.

 په افغانستان کې به دغه پیښه دشپې په ۹:۲۸ بجو پيل شی او ددنیا په اکثرو برخو اسیا ، عربی نړۍ ، افریقا او اورپا کې به هم لیدل کیږي ، خو د امریکا په لویه وچه کې به نه ښکاري.

په بیت المقدس کې به: د شپې په ۷:۵۸ بجو، په مصر کې به: د شپې په ۶:۵۸ بجو،  په سعودی عربستان کې به د شپې په ۷:۵۸ بحو،  په تونس کې به د شپې په ۵:۵۸ بجو، په عربي متحده امارتو کې به د شپې په ۸:۵۸ بجو او پاکستان کې به دشپې په ۹:۵۸ بجو پیل شي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button