نن د افغان حاجیانو لومړۍ طیاره خپل هېواد ته راستنیږي

کابل ټکی کام ۲۷وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د حج او اوقافو وزارت مشر داعی الحق عابد وايي؛ ټاکل شوې ده چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړۍ طیاره نن ماښام ۷:۰۰ بجې کابل ته حرکت وکړي.
نوموړي وویل، چې په لومړۍ ډله کې څه د پاسه ۵۸۲ افغان حاجیان شامل دي.
عابد د خپلو خبرو په جریان کې وویل، چې د حاجیانو د بېرته راتګ پروسه به په ۲۰ ورځو کې بشپړه شي.
د ده د معلوماتو پر اساس، سږ کال د حج د مناسکو د اداء کولو لپاره ۲۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته تللي وو.
ده وویل، د روان کال د حج په مراسمو کې ۲ ښځې او ۶ نارینه د زړښت له کبله وفات شوي دي او یو افغان نارینه د زینو څخه د غورځېدو له کبله ساه ورکړې ده.
د یادولو ده، سږ کال ۱،۸ میلیون مسلمانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.



