پاکستان د غني وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی

کابل ټکی کام ۲۷وږي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پاکستان هند ته د ولسمشر غني په وروستي سفر او د وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې د ولسمشر غني وروستی څرګندونې نا امیدوونکې او بې تاثیره دي.
دغه وزارت وايي، چې دوی په افغانستان کې د سولې په تأمین کې رښتینې دي او دغه موضوع د دواړو هېوادونو لپار ګټمنه بولي.
ولسمشر غني د سفر په دروان یو ځل بیا په دې تأکید کړی، چې پاکستان له «ترهګرو» سره رابطه لري او د «تروریزم» ترمنځ په ښه او بد باندې قایل دی.
نفیس ذکریا هند ته د ولسمشر غني د سفر په اړه هېڅ هم نه دي ویلي، خو د خبرداري په ترڅ کې یې ویلي دي، که هندوستان د افغانستان خاوره د دوی پر خلاف استعمال جاري وساتي، پاکستان به بې تفاوته پاتې نشي.
دا په داسې حال کې چې افغان چارواکو څو ځله په دې تأکید کړی دی، چې هېچاته به اجازه ور نه کړي، تر څو د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي هېواد پر خلاف وکاروي.



