افغان کرکټ لوبډلې د هند بحري ځواکونو لوبډلې ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۷) الماس خدرخېل

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لپاره د افغان کرکټ بورډ له لوري تمريناتي سيالۍ برابرې شوې، چې د بنګله دېش په وړاندې چمتووالی نيسي.

افغان لوبغاړو پرون د پنځوس اوريزې سيالۍ په ترڅ کې د هند بحري ځواکونو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لوبه پيل کړه، چې سيالې لوبډلې ته يې ۱۹۴منډو هدف وټاکه، خو د هند لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او ټول لوبغاړي يې په ۱۲۹ منډو جوړولو سره وسوځېدل.

د افغان توپ اچوونکو له لوري راشهد ارمان ډېر( ۵) د بحري ځواکونو لوبغاړي وسوزول.

افغان کرکټ بورډ ويلي، چې د تمريناتي سياليو دا لړۍ به د ستمبر تر ۲۰ نېتې پورې دوام وکړي او افغان لوبډله به راتلونکې دوه سيالۍ د ستمبر په ۱۸ او ۲۰ د اترپردېش لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.

دوی زياتوي، چې د اترپرديش لوبډلې مشري سريش راينا کوي او په تشکيل کې يې د هند کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي هم شامل دي.

 

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button