سوريه: امريکايي الوتکو د بشرالاسد ځواکونو قرارګاوې بمبار کړي – ۶۲سرتيري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۸) الماس خدرخېل

دا لومړی ځل دی، چې په سوريه کې امريکايي الوتکې د بشرالاسد اړوند ځواکونو پوځي قرارګاوې بمباروي.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي، چې په سوريه کې د امريکا په مشرۍ ائيتلافي ځواکونو د ديرزور په ولايت کې د بشارالاسد په ځواکونو او عسکري قرارګاوو درانده هوايي بريدونه کړي دي.

د دفاع وزارت وياند تورن جنرال ايګورکوناشينکوف رسنيو ته ويلي، چې په دې بريدونو کې د بشارالاسد په ځواکونو د بمبار له امله ۶۲ تنه سرتيري وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي.

وياند زياتوي، چې ياد هوايي بريدونه د امريکايي F16 او 10A 2 جنګي الوتکو له خوا ترسره شوي دي.

کوناشينکوف وايي، چې الوتکې د عراق د پولې پورې غاړه سيمې ته ورغلي او د بشارالاسد اړوند پوځي قرارګاوو يې بريدونه ترسره کړي دي.

بل پلو، د بشار ځواکونه او لوړپوړي چارواکي وايي، چې امريکايي الوتکو ديره زور ښار کې د دوی په قرارګاوو بريدونه وکړل، چې له امله يې د داعش پرمختګ ته لاره هواره کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د نړیوال ائيتلاف الوتکې د بشارالاسد په ځواکونو بمباري کوي.

د سوريې د پوځ په اعلامیه کې راغلي ” دا د سوریې پر دولت او پوځ باندې قوي برید دی او د دې ښکارندوی دی چې متحده ایالتونه او ایتلافیان یې د داعش د ترهګرې ډلې ملا تړي.”

راپورونه وايي، چې له دغه برید نه وروسته د داعش ډلې په سیمه کې پرمختګ کړی دی. دا برید داسې مهال شوی چې د امریکا او روسیې په منځګړتوب په سوریه کې موقت اوربند پلی شوی دی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button