په نيويارک ښار کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۸) الماس خدرخېل
د شنبې په شپه د نيويارک ښار د منهاتن په سيمه کې چاودنه شوې، چې لږ تر لږه پکې ۲۵ کسان ټپيان شوي دي.
د اسوشيټيډ پريس خبري آژانس له قوله چې چاودنه د منهاتن د چلسي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
عيني شاهدان وايي، چې لږ تر لږه ۳ کسان يې ليدلي چې په امبولانسونو کې ځايي روغتون ته انتقال شوي دي.
د پيښې ځای ته اطفايې عمله او پوليس رسېدلي ترڅو سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.
ځايي رسنيو ويلي، چې شايد چاودنه د کثافاتو په يو ځای کې ترسره شوي وي.
پوليس د چاودنې ځای ته څوک نه ورپرېږدي.



