ترک توکمو ټولنې له عبدالله عبدالله سره پرېکون اعلان کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل
په افغانستان کې د ترک توکمو (ترکتبارانو) ټولنې چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يې له ډاکټر عبدالله سره په انتخاباتي کمپاين کې ملاتړ کاوه، د اجرائيه رئيس او د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره خپل پرېکون اعلان کړ.
د کانونو پخوانی وزیر وحيدالله شهراني، د ولسي جرګې غړی سردار محمد رحمان اوغلی او د ترکتبارانو یو شمېر نورو قومي مشرانو د چهارشنبې په ورځ کابل کې، د یوې خبري ناستې له لارې د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې څخه پریکون اعلان کړ او ویې ویل، چې له دې رووسته ورته اجراییه ریاست هېڅ مشروعیت نه لري.
د ټولنې غړو وويل، چې دا کار د ملي ګټو لپاره کوي او زياته يې کړه، چې ډاکټرعبدالله ورسره هغه ژمنې نه دي پوره کړي، چې د انتخاباتو پر مهال يې له دوی سره کړې وې.
د ولسي جرګې غړی سردار محمد رحمان اوغلي وويل: «ښاغلی عبدالله تاسو د ملت اعتماد په ځان ونه ساتلی شو، موږ نن خپل اعتماد له تاسو بېرته اخلو او اعلان کوو، چې زموږ خلک له دې وروسته له ښاغلي عبدالله سره سیاسي پرېکون کوي او په هیڅ کار کې دی نه مخاطب کوي.»
د ناستې پر مهال د کانونو پخواني وزیر وحید الله شهراني وویل، چې د غني خلاف عبدالله یو کم کاره، کم ظرفیته، کمزوری او ناجدي شخصیت دی.
د ترک توکمو د پرېکون په اړه اجرائيه رياست تر دې دمه څه نه دي ويلي.



