کرکټ ملي لوبډله د سياليو لپاره بنګلدېش ته لاړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل

د افغان کرکټ بورډ چارواکو ويلي، چې کرکټ ملي لوبډله بنګلدېش ته ولاړه او هلته به د کوربه لوبډلې سره درې يو ورځنۍ لوبې کوي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته وويل، چې افغان لوبه ډله به راتلونکۍ اونۍ د بنګلدېش لوبډلې سره لوبې پيل کړي.

نوموړی وايي: د افغان کرکټ اداره له ډېرې مودې په دې هڅه کې و، چې ای سي سي له بشبړو غړو سره لوبې وکړي، چې بالاخره په دې وتوانېدو چې له بنګلدېش سره چې د کرکټ نړيوالې ټولنې ای سي سي بشپړ غړی دی د لوبو چانس ترلاسه او درې يو ورځنۍ لوبې ورسره وکړو.

همدارنګه فريد هوتک وويل، چې افغان کرکټ لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره لومړۍ لوبه د سپټمبر پر ۲۵، دویمه لوبه د سپټمبر پر ۲۸ او دریمه لوبه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ترسره کړي.

فرید هوتک دا هم وویل، چې د کریکټ نړیوالې ټولنې له نورو بشپړو غړو سره هم د ورته لوبو هڅې روانې دي، چې په هغو کې له هند سره ډېرې خبرې شوې او د دې خبرو نتیجه ډېره ښه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button