نوازشريف: خبرې اترې د افغانستان د مشکل يواځينۍ حل لاره ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱) الماس خدرخېل
د پاکستان لومړي وزير نوازشريف، د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په وينا کې وويل: په افغانستان کې د کلونو راهيسې د روانې جګړې د ختمېدو او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده.
نوازشریف د چهارشنبې په ورځ د سپتمبرپه ۲۱مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۱ غونډې ته په وینا کې وویل: پرمختګ هغه وخت یقیني کېدای شي، چې افغان خواوې په خپله دې نتیجې ته ورسېږي، چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او د پخلاینې لپاره خبرو اترو ته اړتیا ده.
ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو يادې غونډې ته د وينا پر مهال، د افغانستان په اړه وويل: پاکستان د افغان ولسمشر په غوښتنه د افغان سولې په بهير کې مرسته کوي، هغه زياته کړه، چې د سولې په برخه کې ستونزې وې خو دا د دې دليل نه شي کيدی چې پر پوځي حل لارې اتکاء وشي، ځکه چې پوځي تګلاره په تېرو پنځلسو کلو کې ناکامه شوې او افغانستان يې بې امنه کړی دی.
هغه دا هم وويل، چې د افغانستان جګړې پر پاکستان هم ژورې اقتصادي او امنيتي اغېزې کړي دي.
شريف په خپله وينا کې په پاکستان کې د وسلوالو پر ضد روان ضرب عضب عملياتو يادونه هم وکړه او دا عمليات يې د نړۍ ستر عمليات وبلل.
پاکستان حکومت وروسته له هغې ضرب عضب عمليات په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې پيل کړل، چې تحريک طالبان پاکستان سره يې خبرې اترې بې نتيجې پای ته ورسېدې او پاکستاني طالبانو په پېښور او کراچۍ کې وسلوال بريدون ترسره کړل.
همداراز نوازشريف وويل، چې هېواد يې له هندوستان سره سولييز تعلقات غواړي، خو زياته يې کړه چې د کشمير د لانجې تر هواري پورې سوله ممکنه نه ده.



