د پاکستان يوه جنګي الوتکه نسکوره شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۳) الماس خدرخېل

د پاکستان خيبر اجنسۍ کې د پاکستان هوايي ځواکونو يوه F7-PG ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې ده.

د پاکستان خبري رسنيو د خبر له مخې ياده جنګي جيټ الوتکه د جمرود سيمه کې د تخنيکي ستونزو له کبله غورځېدلې ده.

په خبر کې ويل شوي، چې د يادې الوتکې پيلوټانو د پراشوټ په ذريعه ځانونه ژغورلي دي.

په ورته مهال د پاکستان هوايي ځواکونو وياند ويلي، چې دغه جنګي الوتکه په انجن کې د اور لږېدو له کبله وغورځېدله او پيلوټ يې ځان ژغورلی دی.

ویل کیږي چي ۱۰میاشتې وړاندې د پاکستان یوه بله ورته F7-PG ډوله جنګي الوتکه د پوځي تمریناتو پر مهال رالوېدلې وه، خو هغه وخت هم خبر ورکول شوی و، چې پيلوټ يې روغ رمټ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button