یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضیلت

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
سپتمبر 24, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
18
ځلې شریک شوی
221
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: نورالله خان احمدزی

د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث کې څومره فضائل راغلي د هغو ټولو ذکر کول او لیکل ډېر ځای نیسي، یوازې په دې به بسنه وکړو چې نن وخت کې د الله او د مخلوق ترمنځ همدا قرآن وسیله ده چې باید خلک یې زده کړي او په معنا او مفهوم، تفسیر یې ځان پوه کړي.
حدیث شریف دی: من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم)
څوک چې لس آيتونه د شپې لخوا تلاوت کړي هغه به د غافلينو څخه نه شمېرل کېږي .
د لسو آيتونو په تلاوت سره چې یوازې څو دقيقې وخت نيسي دا د ټولې شپې له غفلت څخه د خلاصون سبب کیږي.
د قرآن کریم د تلاوت ثواب: من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها. (جامع الترمذي)
د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکي عوض لس چنده دی.
همداسې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر رضی الله عنه ته ویلي :
يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة. ابن ماجه
ای ابوزره! کچېرې ته سهار لاړ شې او يو آيت د قرآن پاک زده کړې نو د سل رکعته نفلو نه غوره دی، او کچېرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتو نفلو کولو نه غوره دي. (ابن ماجه)
حضرت ابوهریره رضی الله عنه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړي چې حق سبحانه و تعالی، دومره د هېڅ انسان خواته پاملرنه نکوي، لکه: هغه کس ته چې قرآن په ښه غږ سره لولي ــ البته د قرآن تلاوت کوونکي ته ضروري دي چې د سندرو پشان یې تلاوت نکړي ــ په احادیثو کې د دې منع راغلې ــ یو حدیث کې دي چې ایاکم ولحون اهل العشق الحدیث یعنې له دې څخه ځان وساتئ لکه عاشق د غزل غږ غُږ جوړ کړي او د موسیقي پر قوانینو یې وایي داسې مکوئ ــ مشائخو لیکلي چې داسې لوستلو او ویلو والا فاسق او اورېدونکی ګناهګار دی ــ لیکن د سندرو د قواعدو او خیال ساتلو بغیر ښه غږ مطلوب ده ــ حدیث شریف کې په ګڼو ځایو کې د دې ترغیب راغلی ــ یو ځای ارشاد دی چې په ښه غږ سره قرآن مزین یا ښایسته کړئ ــ یو ځای ارشاد دی په ښه غږ سره د الله تعالی د کلام شریف حسن یا ښایست دوه برابره کیږي.
قرآن کریم لوستل او ورباندې عمل کول:
عن معاذ الجهنی قال: قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوءهُ احسن من ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا. (رواه احمد و ابو داؤد)
د حضرت معاذ الجهني نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډېره ښايسته وي هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زموږ په خوا کې را کوز شي د دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په اړه چا چې خپله دا عمل کړی وي.
شیخ عبد القادر جیلاني پخپل کتاب غنیة الطالبین کې لیکلي دي چې عبد الله بن مسعود رضی الله عنه یوځل د کوفې شا او خوا روان وو چې یو ځای د فاسقینو ټولۍ ناست وو ــ یوکس لکه چې زاذان نومېده او هغه سندرې ویلې او سارن یې غږوه – ابن مسعود رضی الله عنه چې د هغه غږ واورېده نو ارشاد یې وفرمایه ــ دا څومره ښه غږ لري ای کاش په دغه غږ سره یې د قرآن تلاوت کولی له دې وروسته په سر یې څادر واچوه او له هغه ځایه تېر شو ــ زاذان چې دا صحابي په خبرو ولیده نو له خلکو څخه یې وپوښتل چې دا څوک دی هغوی ورته وویل چې دا صحابي دی او هغه داسې وویل ــ هغه وډار شو کیسه لنډه چې دغه کس ټول آلات د موسیقي مات کړل او ابن مسعود رضی الله عنه پسې شو بلآخر علامه د وخت جوړ شو ــ مطلب دا چې په ګڼو روایاتو کې په ښه غږ سره تلاوت کولو سره ډېره مدح راغلې او په ښه غږ سره تلاوت کول باعث د ستر اجر او ثواب دي خو د سندرو په بڼه به د قرآن تلاوت نه کیږي او دا منع دي.
ضروري مسایل: ۱: د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (النحل آیت: ۹۸). ۲: د هر سورت په شروع د «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په ځانګړې توګه د سورت فاتحې په شروع کې. ۳: د تلاوت پر مهال ناستو خلکو باندې واجب دي چې چوپ وي (تلاوت ته غوږ ونیسي) او نورو کارونو باندې مشغول نه شي، قوله تعالی: وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (سورت اعراف آیت: ۲۰۴). ۴: له خپل ځانه د قران معنا او تفسیر کول منع دي: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. (رواه الترمذي)
ژباړه: کوم شخص چي بې له علمه په قرآن کې څه وویل نو هغه دې خپل ځای په جهنم کي ولټوي (داکس عالم نه وي، د شرعي دلیل او د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلې رأيې او عقل مطابق معنا او تفسیر وکړي).

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

مخکینې مطلب

ملګرو پام به کوئ..

بل مطلب

د پاکستان يوه جنګي الوتکه نسکوره شوې ده

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com