د روزګان امنیه قومندان او د امنیت آمر د ناکامه مسوولیت له امله له دندو ګوښه شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳) زرغون خوږیاڼی
د روزګان وایت چارواکي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت د دې ولایت امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي د ناکامه مسوولیت له امله له دندو ګوښه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په روزګان کې د وروستیو نا امنیو پړه د دې ولایت پر امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي باندې اچوي او دوی یې د تحقیقاتو لپاره کابل ته غوښتي دي.
د روزګان امنیه قومندان ویس صمیمي شپږ میاشتې وړاندې ددې ولایت امنیه قومندان وټاکل شو، چې د دې ولایت د چارواکو په وینا د ناکامه مسوولیت له مخې له دندې ګوښه او د تحقیقاتو لپاره کابل ته وغوښتل شو.
بلخوا ویس صمیمي دا تورونه ردوي، دی وايي چې په خپله دوره کې یې کامیاب ماموریت سرته رسولی او یو زیات شمیر لاسته راوړنې لري.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ویلي، چې د ویس صمیمي پر ځای سیداقا ثاقب د روزګان نوی امنیه قومندان ټاکل شوی دی.



