(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۵) الماس خدرخېل
د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ په کلمتر سيمه کې د بهرنيانو په يو کتار د ماين چاودنه شوې، د رسنيو له قوله په چاودنه کې ۶ بهرني پوځيان وژل شوي دي.
چاودنه تېره ورځ يوه بجه کندهار هوايي ډګر ته په لاره د امريکايي عسکرو په کتار رامنځته شوې.
طالبانو ويلي، چې په ياده سيمه کې د امريکايي سرتيرو په کتار د دوی پلويانو د ماين چاودنه کړې، چې له امله يې د يو ټانګ د ويجاړېدو تر څنګ ۶ تنه امريکايي پوځيان هم وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د پېښې ځای ته د بهرنيو ځواکونو ۳ امبولانس چورلکې ورغلې ترڅو وژل شوي پوځيان انتقال کړي.
په ورته وخت کې د کندهار امنيه قومندانۍ يوه چارواکي ويلي، چې چاودنه په امريکايي کتار ترسره شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې مالومات ورنکړل.

















