قاري خالد
اشغال د بشریت حرص دی؛ هر څوک غواړي چې ډېر څه د خپل ځان کړي، ډېر بندګان غلامان کړي او هغه چې دده زړه یې غواړي، له دوی یې واخلي.
له کله راهیسې چې ددولتونو تر مابین د بیلتون کرښې کښل شوي، د اشغال فکر اجتماعي بڼه غوره کړې، زورَورو دولتونو د کمزورو دولتونو اشغال ته مټې بډ وهلي، اول تاړاک یې پر ګاونډیو دولتونو ور وړی او بیا یې د لېرې دولتونو اشغال ته ملاوې تړلي دي.
کله چې غربي اشغالګرو پوځونو د ایوبي صلاح الدین پر وړاندې غوڅ پوځي شکست وخوړ؛ د پوځي اشغال بڼه یې موقت ډول پر فکري اشغال بدله کړه.
طویل المعیاده پروژې یې ترتیب کړې، د مسلمانانو تر کلیو او بانډو یې ځانونه ورسول، د بشر د حقوقو او ښېرازه ژوند نعرې یې پورته کړې او په ضمن کې یې د فکري جګړې کار ورسره یوځای پر مخ یووړ.
مسلمان زلمیان یې اروپا ته سوق کړل، په فحشاء او نڅا یې روږدي کړل، ددنیا په خوند او لذت یې رنګ کړل، د اسلامي فکر پر خلاف یې غربي افکار ورته پیچکاري کړل او مسلکي کدرونه یې په خپلو فکري فارمونو کې پر خپل فکر وروزل، ترڅو په مستقبل کې ورځنې کار واخلي.
په دې وروستیو کې غربیان وپوهېدل چې اوس د فکري جګړې سره څنګ ته، پوځي جګړه هم کولای سي، بیا ځل یې پوځونه ترتیب او منظم کړل او په مسلمانو دولتونو یې یرغلونه وروړل او هغه چې دوی کلونه ـ کلونه روزلي ول ددوی ترخوا کلک ودرېدل. د جهاد پر خلاف یې تبلیغات پیل کړل، دعلماء کرامو توهین ته یې قلمونه تمبه کړل او د افکارو تخریب ته یې شپه ورځ هڅې پیل کړې.
دغرب د پوځي او فکري یرغل پر وړاندې د محکوم مسلمان امت له نس څخه، همیشه یوه ډله سرښندویان لګیا دي مقاومت کوي او د غرب لخوا د مسلمان کُش پلانونو مخې ته خنډ دي.
ددې کمکۍ ډلې پر ضد په پراخه کچه تبلیغات کېږي مګر ډېر کله دا ډله زیاتیږي او کله بیا لېږه پاته سي البته خپل مقاومت جاري ساتي.
کله چې دوی زیات سوي غربیانو یې پر ضد دسایس ګړندي کړي او هغه چې ایمانونه یې کمزوري وي، د غرب تبلیغاتو او پیسو غلط کړي او بې لارې کړي البته د شکر ځای دادی چې خدای تعالی وخت پر وخت، له دې پاکې ډلې ناپاک خلک جلا کړي او پاک نفسه خلک یې مقاومت ته انتخاب کړي.
د روسیې پر ضد زموږ د ملت د مقاومت پای ځکه بېخونده شو چې د ګوندونو د تعدد له امله خبیث او طیب سره جلا نه سول، خبیثان پر واک پاته سول او طیبین پر کورونو کښېناستل.
اوس چې دغرب پر خلاف د افغان ملت مقاومت تقریباً وروستي پړاو ته داخل سوی، الله عزوجل پر خپل حکمت خبیث او طیب سره جلا کوي، هغه څوک چې مقاومت یې د شخصي اغراضو لپاره کړی د غرب لمنې ته لویږي، څوک د داعش پر نوم، څوک د ملا رسول پر نوم او څوک د حزب په څېر په اجتماعي ډول د غرب غلامي قبلَوي.
مؤمنان پر داسې حالاتو حوصلې نه بایلي او نه له مقاومته لاسونه اخلي؛ بلکې د خپل مقاومت په بریا یې باور لا زیاتیږي او په دې امید چې الله عزوجل به یې حتماً مرسته کوي، پر مخ درومي.
مجاهدینو وروڼو! وروستي مراحل دي، صفوف تصفیه سوي، خبیث او طیب الله عزوجل سره جلا کړل، کفار په منډه دي، سازشونو ته یې زور ورکړی مګر شکست یې مقدر دی او فتح د همدې کمکۍ ډلې او تنکیو مجاهدینو برخه ده ان شاءالله.
همدا مو سعادت دی چې د مقاومت لپاره تاسو ټاکل شوي یاست او همدا مو د بریا راز دی چې ناپاک درنه جلا او ددې پاک هدف لپاره، تاسو پاک مجاهدین په میدان پاته سوۍ.
















