لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي )
(۲) د نبوت په دروغژنو مدعيانو کې يو طليحه بن خويلد اسدي هم دی، مسلمانانو له هغه سره ډير جنګونه وکړل او بالاخر هغه د زړه په صدق سره مسلمان شو او په اسلامي لښکر کې ور داخل شو، وروسته هغه د الله تعالی په لار کې د کفر په مقابل کې په ډيرو جنګونو کې په لويه ځوانمردي برخه واخيسته او بالاخر د نهاوند په جنګ کې د شهادت په مرګ سرفراز شو.
(۳) د همدغو دروغژنو له جملې څخه يو مسيلمه کذاب هم دی، د ده دعوه دا وه چې يواځې د شپې په تياره کې وحې پرې راځي، اولين خليفه حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د مسيلمه کذاب د سرکوبي لپاره يو لښکر د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه، عکرمه بن ابی جهل رضی الله عنه او د شرحبيل بن حسنه رضی الله عنه تر سرپرستۍ لاندې وليږه، مسيلمه کذاب له اسلامي لښکر سره د څلويښت زره جنګياليو په ملتيا مقابله وکړه، د دواړو لښکرو تر مينځ ډير خونريز جنګونه وشول او بالاخر شکست د مسيلمه کذاب او د هغه د لښکر په برخه شو، مسيلمه کذاب د وحشي بن حرب رضی الله عنه په لاس قتل او د جهنم واصل شو، د حق فتح په نصيب شوه او د توحيد بيرغ هسک شو.
(۴) د نبوت په دروغژنو مدعيانو کې يوه ښځه سجاح بنت حارث تغلبيه هم ده، د هغې تعلق د عربو له عيسايانو سره دی، هغې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د نبوت دعوه وکړه، د خپلې قبيلې او د نورو قبيلو په زيات شمير کې خلک د هغې تابعداران جوړ شول، سجاح د خپل لښکر په ملتيا له شاو خوا قبايلو سره جنګونه وکړل او مسلسل يې پيش قدمي وکړه حتی چې تر يمامه ورسيده، هلته هغې د مسيلمه نبوت ومانه او له هغه سره يې واده هم وکړ، کوم وخت چې مسيلمه واصل جهنم شو نو هغه بيرته د خپل قوم بنوتغلب لوري ته راغله، بيا هغه مسلمانه شوه، بصرې ته ولاړه او هلته وفات شوه.
(۵) د تابعينو په زمانه کې او له هغوی څخه په وروسته زمانه کې چې کوم د نبوت دروغژن دعوه داران منظر عام ته راغلي، په هغوی کې د يوه نام مختار بن عبيد ثقفي دی، هغه د نبوت له اعلان څخه د مخه شيعه مذهب کمزوری کړ او چې کله د شيعه ګانو يو لوی شمير خلک د هغه تابعداران شول نو يې وويل ! ما ته جبرئيل له وحې سره راځي، د ده او د مصعب بن زبير رحمه الله د لښکرو تر مينځ ډير جنګونه وشول د کومو په نتيجه کې چې مختار ووژل شو.
(۶) له همدې جملې څخه يو دجال حارث بن سعيد کذاب هم دی، دغه سړي په دمشق کې د عابد او زاهد سړي په صفت شهرت درلود، بيا هغه دعوه وکړه چې دی نبي دی، کله چې ده ته معلومه شوه چې د ده خبر خليفه عبدالملک بن مروان ته ور رسيدلای نو دی پټ شو، په اهل بصره ؤ کې يوه سړي د هغه ځای معلوم کړ او ده ته په رسيدلو کې کامياب شو، هغه له حارث سره د ليدو په وخت کې هغه ته داسې وښودله چې ده هم په حارث ايمان راوړی، حارث خپلو نوکرانو ته امر وکړ چې کله هم دا سړی زما لوري ته راځي نو دی به نه منعه کوی، دغه سړي له ټول صورت حال څخه عبدالملک خبر کړ، خليفه د همدغه سړي په رهنمايي کې د فوځ يو کنډک وليږه، هغوی حارث ونيو او خليفه ته يې وړاندې کړ، عبدالملک ځينې علماؤ او فقهاؤ ته هدايت وکړ تر څو هغوی حارث په دې پوه کړي چې د ده خبره يو شيطاني وهم دی او هغه دې له دې خپلو فاسدو خيالاتو څخه توبه وکړي، مګر هغه انکار وکړ او په خپله خبره يې ټينګار کاوه، چې بيا خليفه هغه قتل کړ.


















