(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۵) زرغون خوږیاڼی
له دې وروسته پاکستاني سوداګر د افغانستان نورو ولایتونو ته خپل تجارتي توکي په خپلو موټرو کې نه شي لېږدولی.
د ننګرهار ګمرک ریاست او د سوداګرۍ خونې خبر ورکړی، چې له دې وروسته پاکستاني بار وړونکي موټرې به يواځې د جلال اباد تر تورخم پورې تجارتي توکي راوړي او له دې ځايه به يې د افغانستان نور ولايتونو ته افغاني بار وړونکي موټرو پر مټ انتقال کیږي.
د ننګرهار ګمرک مسولين وايي، چې د ترانسپورت وزارت او سوداګرۍ خونې مسولينو هم ور سره هوکړه کړې ترڅو سوداګريز پاکستاني تجارتي توکي له پاکستاني موټرو په تورخم کې ښکته او د افغاني موټرو پر مټ يې نورو ولايتونو ته ورسوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وايي چې د غه پریکړه د ننګرهار د ګمرک ریاست د سوداګرۍ خونې سره په یوه هوکړه کې کړې ده، ده وویل چې د دې پرېکړې له مخې له دې وروسته د پاکستان تجارتي بار وړونکي موټرې تر تورخم ښارګوټي پورې خپل سوداګريز توکي راوړلى شي او له دې ځایه به د افغانستان نورو ولایتونو ته په افغاني باروړونکو موټرو کې لیږدول کیږي.
د سوداګرۍ خونې دا پریکړه وروسته له هغه کیږي چې پاکستاني چارواکو د افغاني سوداګرو تجارتي مالونو ته د واګه باډر له لارې د تېریدو اجازه ورنکړه، چې په غبرګون کې یې ولسمشر اشرف غني هم په پاکستاني باروړونکو موټرو باندې د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته د تېریدلو لاره وتړله.


















