الماس خدرخېل
له پاکستانه بيرته راستانه شوي کډوال وايي، چي په هيواد کي له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی په دښتو کي اړولې، سرپناه نه لري او زياتوي، چي ماشومان ئې بې زده کړو پاتې شوي دي.
ډېری کډوال په هېواد کې د ژوند د اسانتياو له نه شتون نه سر ټکوي، اکثره خلکو په پرديو کورنو او شاړو ډاګونو کې اړولي دي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، په دې وروستيو کې له پاکستان او ایرانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې خو کله چې دغه کډوال هېواد ته راستنېږي، له راستنېدو سره سم د بېکورۍ او بېکارۍ له ستونزې سره مخ کېږي.
د جرګې غړي حارس وویل: (( اندېښنې چې په دې اړه موجودې وې دا دي چې هغه کډوال چې له پاکستانه ننګرهار ولایت ته راستانه شوي وو، پر سړک پراته او د لېږدولو لپاره یې اسانتیاوې نه وې برابرې)).
د مشرانو جرګې يو بل غړی بازمحمدوايي، که حکومت د راستانه شوو کډوالو ستونزو ته تدابیر ونه نیسي، د بېکورۍ او بېکارۍ ستونزې بهیې له ګڼو کړاوونو سره مخ کړي.
يوه ستنه شوې کورنۍ چې په ګمبيري دښته کې يې اړولي وايي، چې مونږ په تمه و چې دولت به راسره مرسته وکړي،خو هیڅوک مو پوښتنه نه کوي، سرپناه نه لرو، اوبه له درې کيلو متره لرې ځای نه راوړو چې له مرداريو او ګندګيو ډکې وي.
يو بل کډوال سمسور بيا وايي، چې د دوی ماشومانو هلته په مکتبونو کې ښې زده کړې کولې، خو هېواد ته په ستنېدو يې نه حکومت پوښتنه کړې او نه ورته د تعليم زمينه برابره شوې ده، دی زياتوي چې ټوله ورځ يې ماشومان بې تعليمه ګرزي او دوی ورته په اندېښنه کې دي.
د مشرانو جرګې د کډوالو چارو وزير بلخي وويل: ((موږ د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ځمکې لرو چې پر کډوالو یې د کورونو لپاره ووېشو. زیربنايي چارې یې ورته موږ جوړوو او کورونه به په خپله جوړ کړي. د شلټرونو لپارهیې بهرنیو هېوادونو د مرستو ژمنې کړي دي. دا مرستې کمې دي خو موږ هڅه کوو چې نورې مرستې هم جلب کړو)).
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کورونو او ښار جوړونې وزارت چارواکو ويلي و، چې د ستنو شوو کډوالو لپاره يې د ښارګوټو په جوړولو ډيزاين او کار پيل کړي دي.
مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین بلخي ورغوښتی و او د راستنو شوو کډوالو ستونزې ورته وريادې کړې.
په ورته وخت کې ځينې ستنې شوې کورنې شکايت کوي، چې له څلورو کلونو راهیسې د یوې نومرې ځمکې پسې فورمه په لاس، سرګردانه ګرځي.
د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وایي، حکومت باید په کور د ننه او په بهر کې د کډوالو ستونزو ته جدي پام وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال هره ورځ له پاکستان او ايران نه څه باندې اته زره افغان کډوال هېواد ته ستنېږي.

















