(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۵) الماس خدرخېل
له تېرې يوې اونۍ راهيسې په اروزګان ولايت کې وسلوالو طالبانو ته ۱۲۷ عسکر، پوليس او اربکيان تسليم شوي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چي دغه عسکر د حقائقو په درک کولو او د دعوت او ارشاد کمیسيون په هلو ځلو له طالبانو سره یوځای شوي دي.
طالبانو په اعلاميه کې د ۱۲۷ تنه دولتي سرتيرو يو نوملړ هم خپور کړی، چې پکې د تسليم شوو عسکرو نوم-پلارنوم، ولايت-ولسوالي، کلی د تسليمېدو نېټه او ورته تسليم شوې اسلحې يادونه هم شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو تسليم شوو پوليسو طالبانو ته ۹۰ ميله ټوپکونه، ۱۰ ميله ثقيلان، ۹ راکټونه، ۹۰ ملابندونه، ۵رينجر موټر او يو شمير نور مهمات هم له ځان سره وروړي دي.
د يادونې ده، چې د طالبانود بریدونو له ډېرېدلو سره د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د عسکرو تېښته او طالبانو ته تسلیمي زیاته شوې ده.


















