(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۵) زرغون خوږیاڼی
د اوبو او برېښنا وزارت د الکوزي ګروپ شرکت سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په دویم سروبي بند باندې د پانګونې تفاهم لیک لاسلیک کړ.
تېره ورځ په ارګ کې د اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د دویم سروبي بند پانګونې پلان، د کم مصرفه څراغونو پلان او د ترکستان د غنمو په ارزولو بحث وشو.
په غونډه کې د اوبو او برېښنا وزیر انجنیر علي احمد عثماني د دویم سروبي بند پانګونې په اړه وویل، د الکوزی ګروپ شرکت تیار دی چې په دویم سروبي بند باندې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي، عثماني زیاته کړه چې په دې پانګونې سره به دا بند ۱۸۰ میګاواټه برېښنا تولید کړای شي.
د الکوزي ګروپ شرکت استازي وویل، چې زمونږ د پانګونې موخه د هېواد په وده کې پراخه ونډه اخیستل دي او له دې امله دویم سروبي بند باندې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونې ته تیار یو.
همدارنګه د اوبو اوبریښنا وزارت معین انجنیر امان الله غالب وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا ډیره شوې ده او یو شمیر زیات شخصي سکتورونه او کمپنۍ غواړې چې د هېواد په بیا رغونه کې د پام وړ پانګونه وکړي.


















