امريکا: په يو تجارتي مرکز وسلوال بريد ۹ تنه ټپیان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۶) الماس خدرخېل

د امريکا متحده ايالاتو د ټکساس ايالت په يو تجارتي مرکز وسلوال بريد شوی، چې په پايله کې يې ۹ تنه ټپيان شوي دي.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې بريد کوونکی د پوليسو له خوا ويشتل شوی او زياتوي،چې د ۹ تنه ټپيانو له منځه د يو تن حالت نازک دی.

پوليس وايي: بريد کونکی يو مدافع وکيل و او د هغه شرکت سره يې ستونزه درلوده، چې ورسره يې کار کولو.

پوليسو خبريالانو ته وويل، چې د بريد کونکي له موټر څخه يې په زياته اندازه وسلې ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، چې تر دې ۳ ورځې وړاندې د امریکا په لوېدیځ کې د واشنګټن ایالت په یوه لوی پلورنځي کې په ورته ډول په ډزو کې ۵ تنه ووژل شول. چې د دې پېښې په تړاو د امريکا پوليسو يو شل کلن ځوان چې د امريکا تابعيت لري او د اصل نه تورکی وو ونيولو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button