(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۶) الماس خدرخېل
کابل یوځل بیا د زورواکو ټوپکیانو تر منځ د نفوذ په ساحو او کوڅه واکیو ویشل شوی دی. دولتي ځمکې او شنې سیمې یې ټولې ټوپکیانو جور کړي.طالبان
طالبانو په خپل رسمي سايټ کې د ۱۳۵۷ هـ ش کال شپږمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې يوه نه هيرېدونکې او تاريخي ورځ بللې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ميزان په شپږمه د تنظيمي جګړو او ټوپکيانو کرغيړنه دوره پای ته ورسېده او په هېواد کې يوه سوله ييز نظام حاکم شو.
طالبانو په اعلاميه کې د هېواد د شلمې کليزې په رارسېدو هېوادوالو ته مبارکي ويلې او يو ځل بيا يې په هېواد کې د شرعي حاکميت هيله څرګنده کړې ده.
طالبان وايي ځکه د ميزان شپږمه مهمه او تاريخي ورځ ده، چې ((دې سره د شر، فساد، بې نظمۍ،تعصبي جګړو،لوټ تالان او ډیرو نورو نارواوو ټغر د افغانستان له پلازمینې ټول شو. هغه کابل چې د عامو خلکو شخصي شتمنۍ، تر ځمکه لاندې د بریښنا تارونه او حتی د ژوبڼ حیوانات یې له تنظیمي تالانګرو په امن نه وو، د میزان په شپږمه یې د امن،سولې او درنښت یوه داسې ورځ پیل کړه چې په تیرو کلونو کې یې کله هم نه وه لیدلې)).
په اعلاميه کې د ميزان شپږم د کابل فتحې ته په اشارې سره ويل شوي ((د اسلامي امارت ځواکونه په توره شپه له څو خواوو په کابل ښار ورننوتل.مګر نه خود چا کور یا شتمني چور شوه،نه ملکي خلکو ته زیان واوښت، نه دولتي ادارې، بانکونه ، دوکانونه او صرافۍ چور شوې او نه هم بله کومه داسې پیښه رامنځته شوه چې په دغسې جګړه ایزو شیبو کې عادتا رامنځته کیږي)).
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي ((د امریکایي اشغال او ګوډاګیانو په پنجو کې ښکېل کابل اوس یو ځل بیا د داسې وضعیت سره مخ دی چې دې تاریخي ښار ته د میزان له شپږمې د وړاندې وخت خاطرې وریادوي.کابل یوځل بیا د زورواکو ټوپکیانو تر منځ د نفوذ په ساحو او کوڅه واکیو ویشل شوی دی. دولتي ځمکې او شنې سیمې یې ټولې ټوپکیانو جور کړي)).
په اعلاميه کې د کابل اوسني وضعيت ته په اشارې سره ويل شوي: ((هماغه پروني ټوپکیان یو ځل بیا د کابل د تپو په سر له یو بل سره ډغرې وهي، یو بل ته مورچې نیسي او تعصبي جګړو ته لمن وهي.امنیتي وضعیت یې دومره خراب دی چې د مالدارانو د اختطاف، قتل او مسلحو سرقتونو پيښې د ورځې دود ګرځیدلی)).
دوی وايي: د کابل ځوریدلي ښاریان چې د مفسد رژیم غصب، اختلاس، لوټ تالان اوځبيښاک یې حوصله ختمه کړې، یو ځل بیا د داسې ناجي ځواک په تمه دي، چې د افغانستان زړه یوځل بیا له امریکايي غلامانو او د شر او فساد له عناصرو وژغوري.



















زما په آند دکابل دفتحې له یادې لاس ته راو ړنې سره سره دمظلومو افغانانو لپاره بله لویه لاس ته راوړنه هغه دقاتل وحشي نجیب په سزا رسول وو،دا ځکه چې هغه په لسګونو زره بې ګناه افغانان وژلي وو ، که نن ئې څوک شهید بولې هغه دهغو کار دی مونږ دیوه کمونیست او قاتل په صفت ورته ګورو او وژنه ئې په ځای او شرعي عمل کڼو،