ارزګان ولايتي شورا: وسلوالو په ترينکوټ درنه جګړه پیل کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۶) الماس خدرخېل

د ارزګان ولايتي شورا غړي وايي، چې د ارزګان مرکز ترينکوټ څو سوه مترۍ ته وسلوال مخالفين رانږدې شوي او درنه جګړه يې پيل کړې ده.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي ازادۍ راډيو ته وويل: چې د ولايت ډېری ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او امنيتي وضعه کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی. څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونه اړ شول، چې د جګړو له کبله د ګيزاب ولسوالۍ مرکز خوشې کړي او څلور کيلو متره لرې يوې قرارګاه ته په شا شي.

د اروزګان استازي زیاتوي، دا مهال جګړه د مرکز په څنډو کې دوام لري او د دوی له بیا بیا خبرداریو سره سره حکومت تر اوسه پدې برخه کې جدي اقدام ندی کړی.

قومي مشران وایې: وسله والو مخالفينو له خلکو غوښتې چې د درنو وسلو له بریدونو د خونديتوب لپاره باید خپلې مینې پریږدي او د جګړې له ډګره لرې پاتې شي.

د اروزګان د استازو په وینا، د اروزګان ـ کندهار او یو شمېر ولسوالیو لارې لا هم تړلې دي او د جګړې له امله بې ځایه شوي خلک په بد وضعیت کې ژوند کوي.

بل پلو طالب ويندوی په يو تازه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره ورځ د ترينکوټ په چولنګر سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو سره درنه جګړه کړې، چې په پايله کې يې دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله وراړولې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د جګړې پر مهال ۲ ټانګونه ويجاړ شوي او پکې سپاره عسکر يې له منځه وړي.

همداراز په خبرپاڼه راغلي، چې حکومتي الوتکو په عسکرو بمباري کړې چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button