کندز: د اردو دوه سرتیرو خپل ۱۲ عسکر وژلي

 (کابل ټکی کام تله ۶) زرغون خوږیاڼی

په کندز ولایت کې د ملي اردو دوه تنه سرتیرو خپل ۱۲ سر تیري وژلي او د خپلو وسلو سره طالبانو ته تښتیدلي دي.

ویل کیږي چې د کندوز ولایت په زاخیل خمدا سیمه کې د اردو دوه تنه سرتېرو په خپله پوسته کې د شپې ناوخته په خپلو ملګرو برید کړی او د ملي اردو ۱۲ عسکرو له وژلو وروسته د خپلو وسلو سره یو ځای د طالبانو لیکو ته تښتیدلي دي.

د کندوز ولایت یو امنیتي چارواکي شیرغزیز کامه وال رسنیو ته پیښه تائید کړې ده او ویلي يې دي چې دا دوه تنه د ملي اردو سرتیري وو چې یو یې د تخار او بل یې د جوزجان اوسیدونکي دي.

  شیر غزیز کامه وال وویل، چې نوموړو دوو تنو سرتیرو د خپلو همسنګرانو سره ستر خیانت کړی او په ډیر ناځوانمردانه  ډول سره يي ۱۲ سرتیری وژلي دي.

په کندوز کې د پلې لوا چارواکو ویلي دي، چې سیمې ته یې د تحقیقاتو لپاره یو هیئت استولی دی تر څو د پيښې په اړه څیړنه وکړي.

دوی وايي له څیړنو وروسته به د پيښې سبب په ډاګه شي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button