دوشنبه, مې 4, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

ګلبدین وپېژنی!

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
سپتمبر 27, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
12
ځلې شریک شوی
155
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
یوه ډېره مهمه نکته، چې باید دا ملگري ټول ورته متوجه شو، هغه دا ده چې موضوع ورکه نه کړو، د ګلبدین په هکله بعضې ملگري داسې انګیري او له لیکنو څخه یې داسې اټکل کیږي چې ګواکي ګلبدین منحرف شو او د جهاد او افغانیت مسیر یې گواکي پرېښود.
د ګلبدین په حق کې دا د حقیقت خلاف یو ډېر ناسم تأثر دی، ګلبدین له اصله همداسې شی وو، د ده هر څه ډنډوره  او ډرامه وه.
که مونږ د ګلبدین تېر تاریخ ته ورشو، هغه را په زړه کړو، د روسانو د جهاد څخه نیولې بیا تر امریکایي اشغال پورې د ده هر څه سر چپه وو، هر وخت د ده له خوا اسلامي جهاد ته مشکلات پېښ شوي، د روسانو په مقابل کې د افغانانو د جهاد پر مهال د مجاهدینو ترمنځ د برخوردونو ستر عامل او نوښتګر، حزب او ګلبدین وو آن تر دې پورې زما په یاد دي، چېرې به چې د مجاهدینو تر منځ برخورد پېښ وو، نو خلکو به ویل دا بله کومه ډله ده؟
دا ځکه چې د برخورد یو طرف او جهت خو به خامخا ګلبدین وو، نو خلکو به فقط دغه بل جهت معلومول غوښتل.
د جهاد په دوران کې د مجاهدینو ترور د دوی د تنظیم اهم کار وو.
د علماو سره دښمني یې تر خلقیانو او پرچمیانو ډېره پخه وه.
په کابل کې چې د نجیب نظام چپه شو او د مجاهدینو نظام راغی، ګلبدین د مجاهدینو د نظام صدراعظم وو، یواځې یو کس تر ده پورته وو، خو د جاه او څوکۍ د عشق لېوني کله دغه نظام کار ته پرېښود، په کابل یې د راکټونو باران شروع کړ، زرګونه مظلوم افغانان یې شهیدان کړل، د خپل قدرت په خاطر یې ولس له بلا ناخوالو سره مخ کړ، د ګلبدین دغه کړه وړه ولې له خلکو هېر دي؟
بیا چې د اخوانیانو ترمنځ د قدرت په سر جنگونو ولس ته د شر او فساد پیغام راووړ او طالبان د دې ناورین څخه د مظلومو کړېدلو افغانانو د نجات په خاطر د ولس له منځه راپورته شول، اول چا د دې سپیڅلي لښکر مقابله وکړه؟ خو همدا گلبدین وو، چې د زرداد، چمن، قلم او پنسل په بدرګه تر خپل وسه ورسره وجنګېدو.
د زرداد، چمن، قلم او پنسل محلي مظالم له چا هېر دي؟ همدې ګلبدین د څوکۍ او قدرت په هوس غوښتل ټول افغانان د زرداد، چمن، قلم او پنسل له ظلمونو برخورداره کړي او ګلبدین څوکۍ ته ورسیږي، بیا چې کله پوه شو چې په یوازې ځان کار نه کیږي، نو د شوری نظار، دوستم، خلق، پرچم، او اخوانیانو څخه د ګډو اچارو بالټۍ ته د ګلبدیني سرکې بوتل د اچارو د خوندورتوب په هدف ورتوی نه شو؟ چې په نتیجه کې ټول طالب ځواک ته الله جل جلاله مات کړل او تر سالنگ واوښتل، بیا همدغه ګډوډ اچارېزم د طالب او اسلامي نظام مقابلې ته امریکه راونه ننگوله؟
د گلبدین دا کړه وړه ولې له خلکو هېرشول؟
د یو څو هغو پوښتنو هغه جوابات چې حالاتو، پېښو او تاریخ په خپله ورکړی، ستاسو د ذهن د تنویر لپاره راوړم.
د طالبانو د تحریک مقابله په ابتداء کې ګلبدین، مسعود، رباني، سیاف ونه کړه؟
ګلبدین د طالبانو د اسلامي داعیې، افغان او اسلام شموله صلح آمېزه تحریک خلاف په کابل کې د رباني له ادارې سره یو ځای نه شو؟
همدغه اچارېزم چې ګلبدین پکې یو مهم عنصر وو، د طالبانو خلاف امریکه راونه ننگوله؟
بیا چې کله امریکا افغانستان اشغال کړ، اسلامي نظام یې له منځه یووړو، په دې کار کې اچارېزم ورسره برخه وال نه وو؟
د یو هدف لپاره چې د طالبانو له منځه وړل، د اسلامي نظام چپه کېدل وو، اچارېزم او امریکه نه شول سره یو ځای؟ دوی ټولو په ګډه یو کار په مخ نه بوو؟
بیا چې کله امریکا یي نظام راغی، زه دا ټول ملت ته قسم ورکوم، دعوت ورکوم، را دې شي، سره کيني دې، د هر ولایت سپین ږیري، مجاهدین، قومي مشران، د عقل خاوندان او خبره ګان دې په مجلس کې سره کیني، د ثلاثه طلاق درې ډبرې به ټول واچوو، چې د هر ولایت حزبیان د امریکایي نظام مهم او کدري غړي نه وو؟
کوم نر به داسې ووایي، چې ستا دا خبره دروغ او په حسد بناء ده؟
د طالبانو نظام چا چپه کړ؟
د همدغه اچارېزم په غوښتنه د امریکا له خوا اسلامي نظام چپه نه شو؟ که داسې نه وي، راته ووایاست چې ته خلاف وایې.
او که څوک دا وایي: دا هغه حزبیان وو، چې د ګلبدین څخه یې لاره بېله کړې وه، د دې ځواب تر پرونه بل وو، خو پرون دغه جواب تغیر وخوړ، ګلبدین دې خدای نه خواروي، زه یې له دی ځوابه خلاص کړم.
پرون چې په خپله ګلبدین په ډېر جرأت او په ډېره سپین سترگی اسلام او ولس ته شاه کړه او خپل اصل ته یې رجوع وکړه، له خپلو بې لارو او بیل لارو سره یوځای شو نو دا اوس پیوستون شو که بېلتون؟
دغه یوې مهمي نکتې ته متوجه شئ!!!!
چې:

د گلبدین دغه کار انحراف نه، بلکې په خپل اصل اعتراف دی، ده په خپلو کړو وړو په ډاګه کړه چې زه دغه شی وم، دا مې اصل، دا مې هدف، دا مې تګلاره او طریقۀ کار دی، که پرون زما په ډنډورو او پوچو تبلیغاتو بعضې ساده مسلمانان، یا ناپوه او د کم بصیرت خاوندان غلط شوي وو، نن دې هغوی پوه شي، هغوی اصلاً زما په منافقانه سیاست او درواغو دوکه شوي، زه د قدرت وږی تږی، د قدرت مجاهد د قدرت مهاجر او د قدرت لپاره پر

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ون سپین سپیڅلی مسلمان وم، خو نن د قدرت لپاره تورمخی، شرمنده، صلیب او کافر ته تسلیم شوی حکومت یار یم.
خپل اصل ته رجوع کوم.
او په خپله اصلي څهره اعتراف کوم.
له دا لیکوالانو ملگرو زما ګیله همدا وه، چې اوس په خپله گلبدین تاسو ورباندې پوه کړي او په خپله یې د خپل حال په ژبه ستاسو د قال د ژبې تکذیب وکړ، زه یې له ځواب او له گیلې خلاص کړم. مننه

مخکینې مطلب

کندز: د اردو دوه سرتیرو خپل ۱۲ عسکر وژلي

بل مطلب

ننګرهار: طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

نشرونکی: احسان تکل
مې 4, 2026
0

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 4, 2026
0

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

محسن رضايي امریکا ته: د خپلو ځواکونو د له منځه تلو لپاره چمتو اوسئ

د ایران له خوا امریکا ته د نوې درې پړاوه طرحې جزیات دلته ولولئ/ راپورتاژ

سپاه پاسداران د ۴۰۰۰ کیلومترو واټن لرونکو بالستیک توغندیو د ازموینې اعلان وکړ

د عراق پارلمان: د امریکايي ځواکونو حضور دې پای ته ورسېږي

د اماراتو الفجیره ته نږدې پر یوې تېلو وړونکې بېړۍ برید شوی

عبدالملک حوثي اسلامي امت ته: د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې یو دریځ خپل کړئ

ټرمپ د هرمز تنګي کې د بندو بېړیو د ایستلو لپاره نوی عملیات اعلان کړل

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com