ننګرهار: د امریکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ۲۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۷) الماس خدرخېل
د امريکايي ځواکونو اړوند بې پيلوټه الوتکې په ننګرهار ولايت کې ۲۷ ملکي وګړي شهيدان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته ويلي، چې بې پيلوټه هوايي بريد تېره شپه اته بجې د اچين ولسوالۍ شډل بازار ته نږدې رامنځته شوی دی، خو د والي وياند د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ویلي، چې د امريکايي ځواکونو په دې بريد کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور يې ټپيان دي.
سرچينې ويلي، چې هوايي بريد د عامې روغتيا رياست د يو کارکونکي په کور شوی دي.
ځايي اوسېدونکو ويلي، چې بريد له سعودي څخه د يو تازه راستون شوي حاجي صيب په کور شوی، هغوی وايي چې د نوموړي په کور کې د ميلمنو ګڼه ګوڼه ډېره وه، چې ناڅاپي پرې هوايي بريد وشو.
دا لومړی ځل نه دی، چې د ايساف او ناټو عسکر ولسي وګړي وژني، بلکې د بهرنيو عسکرو له خوا د طالب او شکمنو وسلوالو په نوم د ولسي وګړو وژنه يو معمول ګرزېدلی، مګر د افغان چارواکو په ګډون ملګرو ملتونو په دې اړه بې پرې جدي پريکړه نه ده کړې، ترڅو د ولسي وګړو ژوند وژغورل شي.



