طالبان سوله غواړي خو سوله نه کوي

سرلیکنه

د تیرو څو ورځو راهیسې سیاسي او نظامي شنونکي پدې تبصرې کوي، چې یو سیاسي مخالف ګلبدین حکمتیار دولت ته تسلیم شو او که یې سوله ورسره وکړه؛ خو د کابل مطبوعاتو او د سولې تش په نامه شورا ورته د سولې نوم ورکړ، چې یو شمیر نړیوالو او د کابل رسنیو یې په بې واره نغارې وډنګولې.

د څولیکلو شوو جملو څخه باید هیڅ وخت دا مقصد وانه خیستل شي چې مونږ د ګډ حکومت او طالبانو په سوله کوم اعتراض لرو یا د سولې په وړاندې د خنډ نظر لرو خدای ج دې نه کړي.

افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده دا د افغانانو د اختلاف نتیجه ده او چې سوله کیږي هغه به په یووالي سره کیږي، مونږ به هڅه کوو چې په هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره د یووالي زمینه برابره شي.

ددې وینا سره چې طالبان سوله غواړي؛ خو سوله نه کوي د افغانانو ذهن ته ډیر څه راځي چې څرنګه مثبت او منفي کلمې په یوځای استعمال شوي دي، په دې مثبت او منفي کلمو کې هم یو راز نغښتی دی او هغه دا چې طالبان سوله غواړي خو له چا سره سوله وکړي؟

دا کومه سوله چې د ملي یووالي حکومت او ګلبدین حکمیار وکړه دا ډول سوله ځکه طالبان نه کوي، چې ولس ته په کې هیڅ ډول د ورکړل شوو قربانیو ثمره نه لیدل کیږي.

نظامي او سیاسي شنونکي د حکمتیار او طالبانو ترمنځ په نظامي او سیاسي ډګر کې ښه پرتله کولای شي، طالبانو چې په کوم حالت کې دي دوی دیته اړتیانه لري چې د حکومت سره د خارجي ځواکونو په شتون کې سوله وکړي، دوی په افغان پوځ کې دومره نفوذ لري چې خپله به دفاع وزارت طالبانو ته د تسلیمۍ سر ټیټ کړي، چې په تیرو کلونو او تیره ورځ په پوځ کې د نفوذ څخه په ګټې اختستنې سره چې په کندز کې ېې د طالبانو برید ته لاره برابره کړې وه د پوستې د قوماندان په شمول  ۱۲تنه پوځیان پکې  ووژ ل شول او نفوذي پوځیان د طالبانو سره روغ رمټ یوځای شول.

دا هم په نړیواله کچه منل شوې ده، چې طالبان سوله غواړي خو سوله له چا سره وکړي؟

د کوم حکومت سره؟ دهغه حکومت سره خو هیڅ وخت سوله نه کوي د کوم سره چې د۱۵کالو راپدیخوا په جګړه بوخت دي، هغه څه د موجوده حکومت سره په سوله کې نه لیدل کیږي چې طالبان ورسره سوله وکړي او نه د موجوده حکومت سره په سوله کې هغه څه ترلاسه کیږي د کوم غرض لپاره چې طالبانو د سرونو قرباني ورکړه او ورکوي یې.

 شنونکي باید د طالبانو ثابت دریځ، قربانیو، او اهدافو ته نظر وکړي بیا دې خپل نظرورکوي.

موجوده حکومت به هم د حامدکرزي به څیر یو څه وروسته حقیقت ومني او وبه وایي، چې طالبان یو افغاني ځواک دی او حق لري چې د هیواد مختلفې سیمې په واک کې ولري؛ خو د حامد کرزي داخبره بې بنسټه ده چې وایي ((زه د بهرنیو او داخلي ځواکونو د هوايي عملیاتو سخت مخالف یم، اګر که طالبان د هیواد یو یا څو ولایتونه هم ونیسي، زه په هیڅ صورت کې د افغانستان په خاوره د بهرنیو ځواکونو د بمباریو پلوی نه یم)).

کاش دا حقیقت حامدکرزي د خپل واک پر مهال درک کړای وای، چې بهرنیو پوځونو په نورو ولایتونو کې د بمباریو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې به وراباڼو، ناوی او ناوک بمباري وکړه او شهیدان یې کړل.

دا اوس چې حامدکرزی کومه نرمه لهجه کاروي کاش دایې هغه وخت هم  کارولې وای، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځونو به د افغانانو په کورونو شپني عملیات پیل او د هغوی ټول افغاني حیثیت به یې د خاورو سره خاورې کړ.

که حامد کرزی دا نظر لري، چې د طالبانو په پلوۍ به څو ویناوې وکړي او طالبان به سولې ته وهڅوي، طالبان سوله غواړي، خو دا ډول سوله نه چې دا کومه سوله حکومت په نظر کې لري. طالبان هیڅ وخت داډول سوله نه کوي چې ګټه یې د افغان مجاهد ولس پرځای بهرنیانو ته ورسیږي.

داغلط تاثردی چې که موجوده حکومت واک ولري طالبان به سوله ورسره وکړي، طالبان د جګړې د دوام پلویان هم نه دي سوله غواړي؛ خو هغه سوله چې طالبانو په وار وار په خپل ثابت دریځ کې څرګنده کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button