د زکات مسایل ( یو ویشتمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د زکوة له مالونو پرته په نورو شيانو کې زکوة نشته
پوښتنه : د زکوة له مالونو پرته په نورو مالونو لکه کارخانې، ګودامونه، د دکانونو ودانۍ، د کارخانو مختلف ماشينونه، په کرايه باندې ورکړى شوي تعميرات، همدا رنګه لارۍ او ټيکسي موټر او وغيره کې زکوة شته او که نه؟.
ځواب : په ذکر شويو ټولو شيانو کې (خواه په استعمال کې وي او که نه وي) زکوة نشته، يوازې د همدغو شيانو په آمدن باندې زکوة شته دى، البته که چيرته په همدغو شيانو کې کوم شى د تجارت لپاره وي، يعنې هغه شى د خرڅيدلو په غرض اخيستل شوى وي نو بيا له آمدن پرته په ټول ماليت باندې هم زکوة فرض دى ([1]).
زکوة په کومو شيانو باندې فرض دى
پوښتنه : زکوة په روپيو باندې فرض دى او په سرو او سپينو هم فرض دى، مګر له دې شيانو پرته په نورو شيانو هم زکوة شته او که نه؟ او که نشته نو ولې؟.
ځواب : شرعاً زکوة يوازې په سرو، سپينو، نقد، د تجارت په مالونو، په ذراعتي محصلولاتو او ميږو باندې فرض شوى دى په نورو باندې نشته، او د ولې؟ لنډ ځواب دا دى چې د الله تعالى ، حکم همدا ډول دى ([2]).
همدا رنګه ليکل شوي :
زکوة په لاندنيو شيانو باندې فرض دى :
(١) سره : کله چې اوه نيمې توله يا له دې څخه زيات وي.
(٢) سپين : کله چې دوه پنځوس نسمې توله يا له دې څخه زيات وي.
(٣) روپۍ او د تجارت مال : کله يې چې ماليت له دوه پنځوس نيمو توله سپينو سره برابر وي.
نوټ : که چيرته له يو چا سره لږ شانته سره وي، يو شمير سپين وي، يو څه نقد روپۍ وي، يو څه د تجارت مال وي، او د همدغو ټولو ماليت له دوه پنځوس نيمو توله سپينو سره برابر وي نو په هغه باندې زکوة فرض دى، همدا رنګه که چيرته يو څه سره وي، يو څه سپين وي، يا يو څه سره وي او يو څه نقد روپۍ وي، يا يو څه سپين وي او يو څه د تجارت مال وي، بيا هم که دا سره يو ځاى کړى شي نو يا به د دوه پنځوس نيمو توله سپينو له ماليت سره برابر وي يا به نه وي؟ که چيرته وي نو زکوة واجب دى او که نه وي نو واجب نه دى، لنډه دا په سرو، سپينو، نقد او د تجارت مال له دې څخه چې د دوه شيانو ماليت کله چې د سپينو له نصاب سره برابر شي نو په هغه باندې زکوة فرض دى.
(٤) له دې شيانو پرته په څريدونکو ميږو باندې هم زکوة فرض دى، د غواګانو، ميښنانو او اوښانو جلا جلا نصاب دى.
(٥) د عشري زمکې په حاصل باندې هم زکوة فرض دى، کوم ته چې عشر ويل کيږي، تفصيل يې وروسته را روان دى انشاء الله ([3]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٤٥ – ٤٦، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٧٢، شامي، ج : ٢، ص : ٢٦٢.
([2]) فتاوى عثماني، ج : ٢، ص : ٤٨.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ٧٩، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٧٩، کتاب الزکوة، الباب الثاني، الفصل الثاني، وهکذا في ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٣٠٣، والبحر، باب زکوة المال، ج : ٢، ص : ٤٠٠، احکام القرآن للجصاص، باب المکاسبة، ج : ١، ص : ٤٥٨، وايضا في اللباب في شرح الکتاب، ج : ١، ص : ١٤٦، کتاب الزکوة، باب زکوة الزروع والثمار.



