کابل ټکی کام ۲۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د نیمروز له خاشرود ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي چې تېره شپه د غورغوري په سیمه کې دوو تنو پولیسو خپل ۹تنه ملګري وژلي دي.
ځايي خلک وايي چې یادو دوو تنو پولیسو په ځنځیر نومې پوسته کې په خپلو مېشتو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله چې ۹تنه یې ووژل.
وسلوالو طالبانو یاد دوه تنه پولیس خپل نفوذي ملګري بللي دي، او ویلي یې دي چې له برید څخه وروسته روغ ورسېدلي دي.
او زیاته کړې یې ده چې په برید کې نور ګڼ شمېر پولیس هم وژل شوي دي.
















