کابل ټکی کام ۱۶تله/۱۳۹۵
نن د اسیا او افغانستان په زړه (کابل) کې د ۷م اکتوبر هغه وحشي، تور، له ظلم ډک، کرغېړن او ناروا تېری وغندل شو، چې له کبله یې د افغان مؤمن ولس له نر، ښځې، ماشوم، او سپین ږیري څخه سوکاله، د اتحاد او اخوت ژوند واخیستل شو. له دې فاسد اشغال وروسته نه یوازې دا چې نړۍ ته راغلي افغانان دې په امن کې پاتې شي، بلکې هغه معصوم ماشومان هم ووژل شول چې لا یې دې دنیا ته سترګې نه وې غړولې.
که حقیقت ته د اسلامي شریعت او او انساني عقل له مخې ځېر شو، نو پوه به شو، څوک چې نن سبا د زور په مټ ځان ته بشردوست وایي او د بشر حقوقو او امن ترحم ټیکداران ځانونه بولي، هغوی بشر دوستان او امن خوښونکي نه، بلکې د بشریت، امن او ترحم سرسخت دښمنان دي!!!
موږ په نړیوالو غږ کوو، چې د حقیقت اصلي څهره درک او سالم قضاوت وکړي، هغه چا چې د نړۍ ټول بشریت سربېره د هوا مرغان، د سمندر ماهیان، او د وچې ژوي په ویره کې اچولي، آیا هغوی ريښتیا د بشردوستۍ، امن او ترحم په دعوه کې حق په جانب دي؟؟؟ نه هېڅکله نه!! د بشردوستۍ دغه دروغجن مدعیان نور نشي کولای نړیوال وېښ نسل په خپله دروغجنه ميډیا تېر باسي، او ددوی پر وړاندې خپل ظلم او وحشت بشردوستي معرفي کړي.
نو اوس د افغانستان د خلکو په نماینده ګۍ د نړۍ د بشرحقوقو په ادارو باندې غږ کوم، که په رښتیا سره غواړئ چې په نړۍ کې امن او ثبات رامنځته شي، او د انساني کرامت حقوق په صحي مانا سره پر ځای شي، نو د انسانیت له قاتل او د بشریت له دښمنې امریکايي ادارې سره دې له همکارۍ لاس واخلي، ترڅو د نړۍ ټول بې دفاع ولسونه د امن او اخوت په فضاء کې په خوشالۍ سره ژوند وکړي، او پرېنږدئ چې نور بشر ددې شیطاني لیوه ښکار شي.

















