د بادغیس بالامرغاب کې د پولیسو ۶۵ کسیز کنډک طالبانو ته تسلیم شوی

کابل ټکی کام ۱۶تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له بادغیس ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په ماري چاق سیمه کې د پولیسو ۶۵ کسیز کنډک طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د خبر له مخې، دغه کنډک هغه مهال طالبانو ته تسلیم شو، چې په یاده سیمه کې دوی د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې وو.

دغه کنډک نن ماښام طالبانو ته تسلیم شوی دی.

تراوسه پورې نه طالبانو او نه هم دولتي چارواکو د دغه خبر په اړه څه ویلي دي.

د یادولو ده، په تېره سپټمبر میاشت کې ۱۲۰۴ دولتي کارکوونکي طالبانو ته تسلیم شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button