کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
شېبه وړاندې په جنوبي ولايت کندهار کې د يوې درندې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
ويل کېږي، چې چاودنه د يوه سرتېري بريد له امله رامنځته شوې ده، چې د ميوند ولسوالۍ په سوربدل سيمه کې شوی دی.
مالومه نه ده چې د بريد هدف څوک و او بريدګر خپل هدف ته رسېدلی دی که نه.
تر دې دمه په چاودنه کې د دوه پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کندهار چارواکو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، د نورو جزئياتو لپاره کابل ټک کام څارئ.
















